د انتخاباتو خپلواک کمېسیون: د تلې په ۶مه یوازې ولسمشریز انتخابات کېږي

دآزادی راډیو

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا- بیا ویلي و چې راتلونکي درې واړه انتخابات به یوځای وشي، خو اوس له دغه تصمیم په شا شوی دی.

د دغه کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، د وخت د کموالي او تخنیکي او بودجوي محدودیتونو له امله، نه‌شي کولی چې درې واړه انتخابات یوځای ترسره شي.

دې وویل، د میزان په شپږمه به یوازې ولسمشریز انتخابات وشي.

/**/ /**/ /**/ د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ
SEE ALSO:
د انتخاباتو کمېسیون: ۳ واړه ټاکنې په یوه وخت نه‌شي کېدای
د دې په خبره د ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت انتخابات نه کېږي:” کمېسیون د یو لړ بحثونو وروسته، له ښکېلو اړخونو سره په هم‌غږۍ کې د وخت، تخنیکي او بودجوي محدودیتونو په دلیل، د درې واړو انتخاباتو او همدا شان د ولسمشریزو انتخاباتو د ښه مدیریت کولو لپاره تصمیم ونیول شو چې د میزان په شپږمه دې یوازې ولسمشریز انتخابات ترسره شي.”

نورستانۍ وویل، د امکاناتو او د وخت د شرایطو له ارزونو وروسته به د ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت د انتخاباتو نېټه اعلان شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیسې په خبره، په راتلونکو انتخاباتو کې به له بایومټریک دستګا نه کار واخېستل شي.

اغلې نورستانۍ وویل، په‌دې اړه په انتخاباتو کې له ښکېلو اړخونو سره مشورې شوي دي.

دغه کمېسیون د ۹۷ لمریز کال د حوت په ۲۹مه اعلان کړه چې ولسمشریز، د ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت انتخابات به یوځای د میزان په ۶مه وشي، په همدې دلیل یې درې واړه انتخابات، درې میاشتې وروسته کړل.

مخکې له دې اغلې نورستانۍ د امریکا غږ راډیو ته ویلي و چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الېس ولز، د انتخاباتو د کمېسیون له غړو سره په لیدنه کې وړاندیز کړی و چې یوازې پر ولسمشریزو انتخاباتو دې تمرکز وکړي.

بل‌خوا د انتخاباتو څارونکي بنسټونه او په تېره د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، د دغه کمېسیون وروستی تصمیم ښيې چې دغه کمېسیون خپلواک نه‌دی او د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته تسلیم شوی دی.
د دې بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي: “موږ په‌دې اړه په جدي توګه اندیښمن یو، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، دغه انتخابات په یوه نامناسبه بڼه مدیریت کوي، تصمیم نیول یې ثابت نه‌دي، دوی ثابتوي چې د انتخاباتو د مدیریت کولو توان نه‌لري. له دې ډاریږو چې یوه ورځ ووايي، انتخابات نه کېږي.”

ښاغلی رشید ټینګار کوي چې که دغه کمېسیون خپله خپلواکي ونه ساتي، د انتخاباتو په پروسه کې به لاس‌وهنو ته زمینه برابره او دده په خبره په هغه وخت کې به د انتخاباتو نتایج د منلو نه وي.

راپور: خان محمد سیند

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.