د امریکا د قواوو مرکزي قوماندان د پاکستان له صدراعظم او لوی درستیز سره خبرې وکړې

 

 

تاند- د امریکا په کمپ دیویډ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو پر نوې ستراتیژۍ له غوره څو ساعته وروسته د دغه هیواد د قواوو مرکزي قوماندان جنرال جوزیف ووټل نن /شنبه/ د پاکستان له صدراعظم، د پوځ له لوی درستیز او نورو چارواکو سره ولیدل.

پاکستاني رسنۍ وايي چې جنرال ووټل د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې وکړې.

جنرال باجوه د افغانستان له امنیتي ځواکونو او په افغانستان کې له مېشتو نړیوالو ځواکونو سره د نژدې همږغۍ او همکارۍ په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ.

جنرال قمر جاوید باجوه د جنرال ووټل په مشرۍ امریکايي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې دوی په خپله خاوره کې له هر ډول توپیره پرته د ټولو ترهګرو پر ضد عملیات کړي او دې کار ته به دوام ورکړي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي هم نن د امریکا د قواوو د مرکزي قوماندان جنرال ووټل په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره په کتنه کې وویل چې هیواد یې د افغانستان په سوله او ثبات کې ګټه ویني ځکه چې پاکستان د افغانستان له بې ثباتۍ څخه تاوانونه لیدلي دي.

د پاکستان له صدراعظم سره د جنرال ووټل د کتنې په مهال د پاکستان دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، د ملي امنیت سلاکار او یو شمېر نور جګپوړي چارواکي حاضر ول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.