د امریکا د استازو جرګې د افغانستان د سولې په پروسه کې د شفافیت غوښتنه وکړه

 
تاند- د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د خپل هیواد له باندنیو چارو وزارت څخه د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د شفافیت غوښتنه وکړه.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې دا غوښتنه په هغه لیک کې کړې چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته یې استولی دی. (لیک دلته لوستلی شئ)

دوی پر مایک پامپیو په دې خاطر نیوکې کړي چې زلمي خلیلزاد ته یې اجاره ورنه کړه چې د استازو جرګې په بهرنیو کمېټې کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه توضیحات وړاندې کړي.

د استازو جرګې د ویبپاڼې پر اساس، د دې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړیو ویلي چې دا د دوی حق دی چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه معلومات ولري.

دوی په عین حال کې خبرداری ورکړی چې له اساسي قانون سره سم د څارنې مسوولیت لري او د خپل دې مسوولیت د ادا کولو لپاره له هرې وسیلې څخه کار اخیستلو ته تیار دي.

تر دې وړاندې تېره میاشت د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم له افغانستان څخه د سولې د پروسې د پټولو په خاطر پر زلمي خلیلزاد توندې نیوکې کړې وې چې له کبله یې د دواړو هیوادونو اړیکې تر یوه حده زیانمنې شوې.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړیو د خپل هیواد له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو څخه په کلکه غوښتي چې خپل دریځ بدل کړي او وروسته له دې چې زلمی خلیلزاد له اوسني سفره بېرته امریکا ته ستون شو، په ۷ ورځو کې دې کمېټې ته ورشي او د سولې د پروسې په اړه دې دوی ته معلومات ورکړي.

دوی دا هم ویلي چې د اوباما ځانګړو استازو د خپلو هلوځلو په اړه معلومات ورکول.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.