د امریکا دفاع وزیر په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی
دازادی راډیو
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس نن په یوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسېد چې په افغانستان کې روانه جګړه وارزوي او هم د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته د یو شمېر وسلهوالو طالبانو د حاضرولو پر امکاناتو خبرې وکړي.
دغه سفر چې د امنیتي دلایلو له امله له مخکې نهو اعلان شوی، داسې مهال ترسره کېږي چې متحده ایالات په دې هېواد کې د په ټپه درېدلې جګړې لپاره نوي امکانات برابروي.
مټېس هغو خبریالانو ته چې له ده سره په دې سفر کې ملګري وو، وویل چې د ده په باور تر اوسه بریالیتوب ممکن دی چې هغه له وسلهوالو طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي پر اساس وباله.
مټېس وویل، متحده ایالاتو داسې نښې لیدلي چې د طالبانو یو شمېر ډلې لېواله دي چې د څه باندې ۱۶ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې د خبرو امکان وازمویي.
مټېس زیاته کړه:
“د طالبانو یو شمېر ډلو، کوچنیو ډلو یا له مخکې اړیکې ټینګې کړي او یا یې هم خبرو کولو ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.”
پخواني معلومات
د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس په یو ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی.
مټېس کابل ته په رسېدو سره ویلي چې دی په دې باور دی چې په افغانستان کې د امریکا بریالیتوب اوس هم د امکان وړ دی او ویلي حتمي نهده چې دغه بریالیتوب دې د جګړې په میدان کي وي، بلکې دغه بریالیتوب د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د روغې جوړې په خبرو کې هم نغښتی دی.
مټېس خبریالانو ته ویلي چې دوی په افغانستان کې بریا ته د رسېدو په حال کې دي چې دغه بریا به پوځي نه، بلکې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ سوله وي.
نوموړي ویلي چې دی به له افغان ولسمشر او په افغانستان کې د ناټو له قوماندان سره وګوري.
نظرات بسته شده است.