د امریکا دفاع وزیر وايي، پاکستان ته یو بل چانس ورکوي

 

 

تاند- د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس وايي، مخکې تر دې چې واشنګټن د پاکستان خلاف په افغانستان کې د یاغیانو د ملاتړ په خاطر نور اقدامات وکړي، دغه هیواد ته یو بل چانس ورکړي.

متیس خبرداری ورکړ چې که په افغانستان کې له پاکستان سره د کار کولو په برخه کې د امریکا هڅې ناکامې شوې، ولسمشر ډانلډ ترمپ تیار دی چې د پاکستان خلاف هر هغه اقدام وکړي چې ورته ضرورت وي.

دا په تېرو ۱۶ کلونو کې پاکستان ته د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي تر ټولو سخت خبرداری دی چې د افغانستان د قضیې په تړاو یې ورکوي.

تر دې وړاندې د اګست په وروستیو کې ولسمشر ټرمپ ویلي و چې پاکستان د امریکا د ملیاردونو ډالرو مرستو له ترلاسه کولو سره سره طالبانو ته پناهځایونه ورکړي خو به امریکا دا پناهځایونه ونه زغمي.

متیس د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته د وینا په مهال وویل، واشنګټن غواړي چې پاکستان ته یو بل چانس هم ورکړي.

ده وویل«موږ ته پکار ده چې د دې ستراتیژۍ د بري لپاره دوی ته یو بل چانس ورکړو، خو که زموږ هلوځلو نتیجه ورنه کړه، ولسمشر تیار دی چې هر هغه ګام واخلي چې ورته اړتیا ده.

له کله چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړې او پاکستان یې تروریستانو ته د پناه ورکولو په خاطر غندلی، د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي.

د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ تایید کړه چې د پاکستان پوځي استخبارات یا آی ایس آی له تروریستي ډلو سره اړیکې لري.

ده وویل«دا ښکاره خبره ده چې آی ایس آی له تروریستي ډلو سره اړیکې لري.»

دفاع وزیر جېمز متیس هم آی ایس ای له تروریستي ډلو سره په اړیکو تورن کړ، ویې ویل، داسې ښکاري لکه چې آی ایس آی ځان ته بېله بهرنۍ پالیسي لري.

افغان او امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان د جګړې د دوام علت د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو پناهځایونه دي، په ځانګړي ډول د حقاني شبکه چې د پاکستان په مهمو ښارونو کې اوسي.

که څه هم پاکستان په ځلونو دا ډول تورونه رد کړي خو په ځینو مواردو کې یې منلې چې د جقاني شبکې په شمول د طالبانو مشران د پاکستان په خاوره کې اوسي.

ویل کېږي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه د کابل په وروستي سفر کې افغان چارواکو ته ژمنه ورکړې چې طالبان به یا خبرو ته حاضروي او یا به یې دفترونه او مرکزونه له منځه وړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.