د امریکا او طالبانو مرکچي پلاوي په خپلو خبرو کې ۲ ورځې دمه کوي

 

تاند- په قطر کې د طالبانو او امریکا مرکچي پلاوي وايي چې دواړو خواوو موافقه کړې چې دوې ورځې به په خپلو خبرو کې دمه کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سولې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تایید کړې چې په خبرو کې پرمختګ شوی او دوې ورځې به په خبرو کې وقفه راځي.

خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:

«دواړو خواوې په راتلونکو دوو ورځو کې وقفه وکړي او د شنبې په ورځ به بیا سره کښېني. پر ټولو څلور کلیدي مسلو بحث کېږي.»

«په داسې حال کې چې د دوحې خبرې دوام کوي له طالبانو سره د بین الاافغاني خبرو لپاره په کابل کې د ملي ټیم د جوړولو برخه کې پرمختګ کېږي.»

دواړه خواوو خپلې خبرې تېره شپه بس کړې.

ویل کېږي چې دوی به پر څلورو مهمو مسلو له خپلو مشرانو سره سلامشوره وکړي او بیا به خبرو ته حاضر شي.

که څه هم تراوسه پورې نه دي ویل شوي چې دواړه خواوې پر کومو مسلو د سلامشورې لپاره دوه ورځې دمې ته اړتیا لري خو داسې ښکاري چې دا ځل خبرې یوازې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو او د تروریستانو پر ځالې د افغانستان د نه بدلولو په اړه له طالبانو څخه په تضمین اخیستلو متمرکزې نه دي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي چې په ۴ کلیدي موضوعاتو سلامشورې کوي. پر یادو دوو موضوعاتو سربېره اوربند او د افغانستان له حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې د دوحې د خبرو دوه نور کلیدي موضوعات دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.