د امریکا او طالبانو خبرو کې وروستي پرمختګ ته د ارګ هیله‌مندي

 

د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې وروستي پرمختګ ولسمشرۍ ماڼۍ د تاوتریخوالي پایداره کموالي او د اوربند ټینګښت ته هیله‌منه کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼې وایي چې د تاوتریخوالي د پایداره کموالي پایله اوربند او په افغانستان کې د جګړې او وینې تویېدنې د بندېدو په مفهوم ده.

د افغان ولسمشر یوه مرستیال ویاند لطیف محمود ازادي راډیو ته وویل چې افغانان او افغان حکومت هم په افغانستان کې د جګړې او وژنو د بندېدو غوښتونکي دي.
ښاغلي محمود د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۳» ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: “دا د جګړې او وینې تویېدنې د پای په معنی ده. دغه‌راز د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرو ته فضا برابرول دي. زموږ دریځ د جګړې پای او د تاوتریخوالي کمېدل دي چې پایله‌یې هماغه اوربند او مخامخ خبرې دي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېر ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د سولې په خبرو اترو کې د پرمختګونو په اړه په ټیلیفون خبرې وکړې.

پومپيو: طالبانو د تاوتریخوالي د زیات او مداومه کمښت وړاندیز کړی
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ازادي راډیو ته په یوه استول شوي پیغام کې تأیید کړې چې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی، خو هغه په دې هکله ډېر جزئیات ورنه‌کړل.

بل‌خوا په افغانستان کې د جرمني استازي مارکُس پوتزل د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پرمختګ ته په اشاره ویلي چې د جګړې ښکېلې خواوې باید دا پرمختګ له خطر سره مخامخ نه‌کړي، بلکې ټول دې د بین‌الافغانی خبرو لپاره سیاسي اراده وښیي.
هغه ویلي دي چې هېواد یې په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.

په عین حال کې یو شمېر سیاسي څېړونکي وایي چې امریکا او طالبان د سولې د هوکړې لاسلیک کولو ته نږدې شوي دي.

له دې ډلې سید اسحاق ګېلاني وایي چې امریکا او طالبان د سولې د هوکړې لاسلیک کولو ته ډېر نږدې شوي دي.

ښاغلی ګېلاني زیاتوي: “دا چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره خبرې کوي ښیي چې کار پای ته رسېدلی او د سولې هوکړې ته ډېر نږدې شوي. ډېر ژر به دا ښه خبر د افغانستان د خلکو غوږ ته ورسېږي. خوشبیني شته او دا د افغان ملت لپاره یوه بریا ده.”

یو شمېر لوېدیځو رسنیو هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو اترو کې د بې‌مخینې پرمختګ په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په مشروط ډول له طالبانو سره د سولې د هوکړې لاسلیک تصویب کړی دی.
خو دې ورځپاڼې لیکلي چې دا هوکړه به هغه مهال لاسلیک شي چې طالبان د روانې میلادي میاشتې په وروستیو اوو ورځو کې خپله ژمنه د تاوتریخوالي د ازمایښتي کموالي په اړه ثابته کړي.

نیویارک ټایمز همداراز ویلي که د سولې هوکړه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شي، امریکا به له افغانستانه په تدریجي ډول د خپلو سرتېرو ایستل پیل کړي او د طالبانو او افغان سیاسي مشرانو ترمنځ به مخامخ خبرې پیل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.