د امریکا، چین او روسیې استازو له طالبانو د تروریستانو د جلب و جذب او تمویل د مخنیوي غوښتنه وکړه

 

تاند- د امریکا، چین او روسیې استازو د افغانستان په اړه پرون /پنجشنبه/ په مسکو کې غونډه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د ملي حاکمیت، بین الافغاني خبرو، تروریزم، د ځواکونو د وتلو او د مخدرو موادو د قاچاق په شمول د دې هیواد پر بېلابېلو مسلو اجماع ته ورسېدل.

په دې درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف، او د افغانستان لپاره د چین خاص استازي دینګ کشون د افغانستان پر روان وضعیت او د دې هیواد د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

د چین د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، د درو هیوادونو استازو د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا، په خپل سبک او خوښه د پرمختګ د لارې د انتخاب حق ته په درناوي ټینګار وکړ او له بهرنیو ځواکونو څخه یې وغوښتل چې د سولې د پروسې په چوکاټ کې له افغانستان څخه په منظم او مسوولانه ډول ووځي.

دوی د هراړخیز اوربند لپاره د افغانانو غوښتنه تایید کړه او د تشدد د کمولو لپاره یې د فوري او اغېزمنو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.

درو استازو پر طالبانو ږغ وکړ چې د تروریستي ډلو د جلب و جذب، روزنې او تمویل مخه ونیسي او د حکومت په ګډون له نورو افغانانو سره خبرې وکړي.

دوی وړاندیز وکړ چې د افغانستان حکومت او طالبان باید په افغانستان کې د مخدرو موادو د محوه کېدو لپاره لازم اقدامات وکړي.

درو خواوو همداراز موافقه وکړه چې د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره به په خپل منځ کې به سلامشورو ته دوام ورکوي او بله غونډه به د چین په پلازمېنه پیکینګ کې کوي.

د افغانستان د سولې په اړه د چین، روسیې او امریکا د استازو لومړۍ درې اړخیره غونډه یوه میاشت پخوا په واشنګټن کې جوړه شوې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.