د افغان نجونو د ارکستر ۴ غړې سلواکیا کې نادرکه شوې دي

 

تاند، جمعه د چنکاښ ۲۸ مه: د سلواکیا پولیس وايي، د افغانستان د نجونو د لومړني ارکستر د هغو ۴ غړیو د موندلو لټه کوي چې د دغه هېواد د موسیقۍ په یوه فیستوال کې له ګډون وروسته له هوټله بې درکه شوې دي.

۳۵ کسیز افغاني ارکستر د شنبې په ورځ (جولای ۱۳) د چک جمهوریت پولې ته نژدې د سلواکیا په ترینڅین (Trencin) لوېدیځ ښارګوټي کې د پوهودا په نوم یو فیستوال کې موسیقي اجرا کړه.

د سلواکیا پولیس وايي، د دې ارکستر، چې زهره نومېږي، ۴ غړې د یکشنبې په ورځ (جولای ۴) له خپل هوټله بې درکه شوې دي.

د ترینڅین د سیمه ییزو پولیسو ویندوی پاول کودلیڅکا (Pavol Kudlicka) وايي، د موسیقۍ د ارکستر غړې نجونې له کنسرت څخه وروسته خپل هوټل ته ولاړې خو په سبا سهار یې څلور تنه ورکې شوې.
ګودلیڅکا وویل، د دې لپاره چې څېړنې روانې دي، ځکه نو په قانوني دلایلو د بې درکه شویو کسانو نومونه اوس نه څرګندوي.

د سلواکیا د څو سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، د دې ارکستر ځینو غړيو ویلي چې د یوې د تره زوی په جرمني کې اوسي.

بلخوا د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ مشر احمد ناصر سرمست وايي، ډله یې لا کابل ته نه ده رسېدلې او دی په دې تړاو څه نه شي ویلی چې اصلا څه کیسه پېښه شوې ده.

د زهره ارکستر ډله د طالبانو له سقوط ۱۵ کاله وروسته په ۲۰۱۵ کال د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټوټ کې تشکیل شوه.

د دې ارکستر مشري د نګینه خپلواک په نوم یوه ۲۲ کلنه نجلۍ کوي او دا د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ د نجونو د موسیقۍ ډله ده چې ۲۴ نجونې په کې شاملې دي.

دغې ډلې تېر کال د موسیقۍ په برخه کې د خدمتونو له کبله د پولار جایزه هم وګټله چې د موسیقۍ د نوبل جایزې په نوم مشهوره ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.