د افغان سولې د خبرو د بیا پیل په اړه د پاکستان او طالبانو سلا
دآزادی راډیو
پاکستان او افغان طالبان سلا شوي چې په افغانستان کې یو ځل بیا د سولې خبرې پیل شي.
پاکستان ته د طالب پلاوي له سفر سره سم د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا سفر به د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیلېدو په برخه کې مرسته وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، شاه محمود قریشي له طالب پلاوي سره په کتنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان شخړه د جګړې له لارې نهحلېږي او ژر باید د سولې خبرې بیا پیل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې امریکا او طالبان به ډېر ژر یو ځل بیا د سولې خبرې پیل کړي، څو په افغانستان کې سولې او دایمي ثبات ته لاره هواره شي.
ښاغلي قریشي په دې لیدنه کې دا هم ویلي چې پاکستان غواړي چې دا ځل په پوره صداقت د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي او په افغانستان کې ثبات راشي، خو د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د امریکا د بهرنیو اړیکو په شورا کې د وینا پر مهال وویل، که چېرې یو شمېر هېوادونه د لاسپوڅو په وسیله په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي، دوی به له دغو هېوادونو سره خبره سپینه کړي.
دی زیاتوي: “افغان ټولنه له پاکستان څخه د یو شمېر مسایلو د تضمین غوښتونکې ده، زما په اند، امریکا هم دا غوښتنه لري، هغه دا چې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ په لاسلیک کېدونکې هر ډول هوکړه کې باید پاکستان لاسوهنه ونهکړي، باید دغه هوکړه رعایت کړي او احترام ورته ولري.”
په همدې حال کې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې پاکستان د طالبانو دغه سفر له افغان سولې سره هېڅ مرسته نهشي کولای.
د ښاغلي صدیقي په خبره، له یوې ورانکارې ډلې کوربهتوب د هېوادونو ترمنځ د ټولو اصولو او اړیکو خلاف عمل دی.
دی وايي، که پاکستان غواړي چې د افغان سولې په برخه کې په رښتیا مرسته وکړي، نو په پاکستان کې دې د ترهګرو ډلو ځالې لهمنځه یوسي.
بل لوري ته بیا طالبان وايي، پاکستان تهیې سفر د دې هېواد په رسمي بلنه کړی.
د طالبانو د قطر دفتر غړي مولوي شهابالدین دلاور په خپله یوه مرکه کې چې د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه خپره کړې، ویلي چې پاکستان ته دغه تللی ۱۲ کسیز پلاوی له پاکستاني چارواکو سره پر سیاسي موضوعاتو سربېره دې هېواد ته د افغانانو د سفر په برخه کې په شته ستونزو بحث کوي.
ده وویل: “دا یو رسمي سفر دی چې د پاکستان په رسمي بلنه کېږي، د دې سفر پر مهال به بحثونه پر سیاسي موضوعاتو متمرکز وي، خو تر خوا بهیې پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ په برخه کې په شته ستونزو هم موږ خبرې وکړو.”
اخوا یو شمېر افغانان وايي، که د سولې خبرې بیا پیلېږي، دا ځلیې باید ټول جزئیات له خلکو سره شریک شي.
افضل زیار او ناهیده د سولې خبرو د بیا احتمالي پیل په اړه ازادي راډیو ته وویل:
“د وسلهوالو طالبانو جګړه له افغان حکومت سره ده، نو پر همدې بنسټ د نظام د وقار ساتلو لپاره د سولې په خبرو کې د افغان حکومت ګډون اړین دی، افغانان هم باید له مذاکراتو خبر شي، ځکه ښکاره د جګړې قربانیان همدوی دي.”
“د سولې خبرې دې بیا پیل شي، خو د ښځو ونډې ته دې پام وشي، ځکه تر ټولو ډېره قرباني ښځې ورکوي.”
د وسلهوالو طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې خبرو نږدې ۱۰ میاشتې دوام وکړ، خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې سپټمبر میاشتې په اوومه د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو درولو امر وکړ او په خپله ټویټرپاڼهیې ولیکل چې طالبانو یوې کاذبې برلاسۍ ته د رسېدو لپاره په کابل کې د یوه برید مسؤلیت ومانه او په یو برید کې یې د دوی یو ستر سرتېری او ۱۱ تنه نور ووژل، نو له همدې کبله ده چې د سولې خبرې یې لغوه کړې دي.
راپور: امېد زهیرمل
نظرات بسته شده است.