‘د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو د قطر په تسهیل کوونکي رول توافق کړی’

دآزادی راډیو

زلمي خلیلزاد او جنرال سکاټ مېلر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره کتلي او د جګړو د زیاتوالي په عواملو او ځینو نورو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

د افغانستان سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له ملا برادر سره تېر ماښام چهارشنبه خبرې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته په استولي وېډیو پیغام کې په دې اړه ویلي: “په دې ناسته کې د لاسلیک شوې توافق‌نامې په ښه او پوره تطبیق، د پاتې طالب بندیانو په خلاصون، تورو لېستونو ختمولو، همدارنګه د عملیاتو د زیاتوالي په عواملو او اسبابو خبرې وشوې.”
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې باخبرې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې په خبرو کې د پرمختګ لپاره د افغان دولت او طالبانو پلاوي، د قطر په تسهیل کوونکي رول توافق کړی.

دې سرچینې ونه‌ویل چې قطري چارواکي کولای شي د بین‌الافغاني مذاکراتو په غونډو کې مستقیم ګډون وکړي او یا جلا دواړو لورو سره به دوه اړخیزې غونډې ولري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په اړه څه نه‌دي ویلي.

له دې وړاندې داسې ویل کېدل چې په بین‌الافغاني مذاکراتو کې هېڅ‌چا ته د ګډون اجازه نه‌ورکول کېږي.

دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو هیئتونو د خبرو او کتنو له ۴۰ زیاتې ورځې اوړي، خو دواړه لوري بیا هم د رسمي مذاکرو پر کړنلار نه‌دي سلا شوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا پخوانی سرپرست عبدالحیکم مجاهد وايي، د رامنځته شوي په ټپه ولاړ حالت نه د راوتلو تسهیل کوونکي رول ته جدي اړتیا وه.

ښاغلی مجاهد وايي: “داسې ښکاري چې خبرې په ټپه ولاړې دي او پرمختګ ورکې لیدل کېږي، له دې ولاړ حال نه د راوتلو لپاره تسهیل کوونکي رول ته جدي اړتیا وه، زما په فکر له بل هر چا قطر هېواد دا رول ښه ادا کولای شي.
د ښاغلي مجاهد په خبره قطر د مذاکراتو کوربه او اسلامي هېواد دی، له دې وړاندې یې هم د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه کې رغنده رول ترسره کړی.

په ورته وخت کې په افغان پلاوي کې یوه باخبره سرچینه چې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه‌لري وايي چې ټاکل شوې، نن (پنجشنبه) زلمی خلیلزاد او ورسره پلاوی یې له دوی سره هم ورګوري.

دا چې دواړه خواوې به په کومو مسایلو خبرې وکړي، سرچینې په دې اړه زیات جزئیات ورنه‌کړل.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ زیاته شوې کچه د نه‌منلو ده.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو افغانستان ته د سولې راوستلو موافقه د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې لاسلیک کړه چې د هماغو خبرو په پایله کې د تاوتریخوالو پر کموالي هوکړه وشوه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.