د افغان حکومت مرکچي پلاوی: طالبان رغوونکو او ګټورو خبرو ته لېواله نه دي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوي وايي، طالبان دسولې ګټورو او پایله لرونکو خبرو ته چندان لېوال نه دي.

په دوحه کې د افغانستان د سولې خبرو د بریا په اړه منفي لیدلوري ورځ بلې ته مخ په زیاتېدو دی.

تازه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مرکچي پلاوی يو غړی پر طالب پلاوي تور پورې کوي چې رغوونکو او ګټورو خبرو ته لېوالتیا نه لري.

حفیظ منصور د سه‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، طالبان ان د روانې جګړې د مشروعیت او عدم مشروعیت په اړه خبرو ته هم نه حاضرېږي.
هغه وویل: “طالب پلاوی رغوونکو او ګټورو خبرو ته چندان لېواله نه دی. دوی د خپلو پاتې بندیانو د خوشې کولو بحث هم له موږ او هم له امریکایانو سره مطرح کړی دی. ولې مهم ټکی دا دی چې د افغانستان اسلامي دولت مرکچي پلاوي له دوی غوښتي چې له هر څه وړاندې د روانې جګړې په اړه د اسلام او قران پر بنسټ بحث وکړو.”

ښاغلی منصور زیاتوي، له هر څه وړاندې باید طالبان دا روښانه کړي چې ولې هره ورځ بې‌ګناه انسانان وژني.

د سولې خبرو د پرمختګ او بریا لپاره د طالبانو د لېوالتیا د کمېدو موضوع داسې مهال مطرح کېږي، چې په قطر کې د طالبانو د‌ سیاسي دفتر مشر عبدالغني برادر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وروستۍ کتنه کې د خپلو پاتې بندیانو د‌ خوشې کېدو او د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له تور نوملړ د خپلو مشرانو د نومونو د‌ویستو غوښتنه کړې وه.

طالبانو دا غوښتنه له امریکا سره د شوې هوکړې برخه بللې ده.

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د دوی مرکچي پلاوی حاضر دی چې له طالبانو سره په هرې هغې موضوع چې وغواړي يې ، خبرې وکړي.
د دې شورا ویاند فریدون خوځون وویل: “د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوى له یوې راسخې او قاطع ارادې سره راغلی دی او په هرې موضوع چې طالبان یې غواړي بحث پرې وکړي، زموږ مرکچي پلاوی خبرو ته چمتو دی. موږ منتظر یوو چې طالبان مشخص کړي چې غواړي په کومو موضوعاتو بحث وکړي.”

خو طالبان د افغانستان جمهوري دولت د مرکچي پلاوي د نویو څرګندونو په اړه څه نه وایي، خو له دې وړاندې یې د سولې خبرو ته ځان ژمن بللی.

بلخوا بلومبرګ رسنۍ په قطر کې د دې ډلې د‌ سیاسي دفتر د وياند محمد نعیم له قوله لیکلي، دوی د امریکا له نوي ټاکل شوى ولسمشر جوبایډن غواړي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې هوکړې ته درناوی وکړي.
ښاغلي محمد نعیم زیاته کړې، دا هوکړه د سولې په خبرو نېغ په نېغه اغېز لري.

په قطر کې د د افعان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د‌ سولې خبرو دوهم پړاو دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا او مرکچي پلاوي د معلوماتو پر بنسټ، دوی د دې خبرو د پرمختګ لپاره خپله اجنډا او د سولې خبرو لومړیتوبونه طالبانو ته سپارلي دي، خو د دوی په وينا طالبانو لا په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته کړی.

طالبان بیا وايي، د اجنډا د ترتیب او توحید په اړه یې خپلمنځي بحثونه روان دي او وخت غواړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.