د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ځينو غړو د امریکا د کانګریس له غړو سره کتلي

 

تاند(شنبه، د حمل ۱۳) د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ځينو غړو د امریکا د کانګریس له غړو سره کتلي دي.

د راپورونو له مخې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي ښځينه غړو د امریکا د کانګریس له ځینو غړو سره کتلي دي او پر افغان سوله یې خبرې ورسره کړې دي.

ددغه پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي دوی په دې لیدنه کې له امریکایي لوري غوښتي چې د سولې، امنیت، ولسواکۍ، بشري حقونو او ښځینه وو د حقونو د خوندیتوب لپاره دې همکاري وکړي.

کوفي زیاته کړې چې امریکایي حکومت دې د سولې په برخه کې همکارۍ ډېرې کړي او اجازه دې نه ورکوي چې د سولې په خبرو کې پر تېرو لاس ته راوړنو او د ښځینه وو پر حقونو معامله وشي.

نوموړې همدا راز ویلي چې امریکایي لوري په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د یادونې ده چې د ملي مصالحې عالي شورا غړي وايي ټاکل شوې چې نن، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امریکا د طرحې په هکله لیدلوري د دې شورا پنځلس کسیزې کمېټې ته وسپاري.

د مصالحې عالي شورا غړی عبیدالله سیلم وايي چې د یونس قانوني په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا پنځلس مشرتابه غړي به د دغو لیدلوریو له ارزولو وروسته، د امریکا د طرحې په هکله خپل لیدلوری یادې شورا ته وسپاري او د دې شورا له هوکړې وروسته، به دا طرحه د حکومت له خوا د ترکیې په غونډه کې مطرح شي.

تمه ده چې تر راروانو څو اوونیو پورې، افغان حکومت، سیاسي مشران او طالبان د ترکیې په جوړېدونکې غونډه کې چې پایله یې د افغانستان لپاره مهمه بلل کېږي، ګډون وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې په دغې پنځلس کسیزې کمېټې کې به د دې شورا پر نور غړو سربېره، پخوانی ولسمشر حامدکرزی، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او عطامحمد نور هم حضور ولري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.