د افغان او پاکستان د ملکي استازو درې ورځینۍ غونډه نن پیلېږي March 27, 2017

 

 

تاند- د افغانستان او پاکستان د پارلمانونو غړي، پخواني چارواکي، د مدني ټولنې او رسنیو استازي به د دوو هیوادونو د اړیکو د نژدې کولو پر لارو چارو د غور لپاره سره له نن /دوشنبې/ درې ورځینۍ غونډه پیل کړي.

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیت خپلواک تحقیقاتي مرکز او کابل مېشت د ښځو او سولې د مطالعاتو ټولنه دا خبرې په داسي وخت کې پیلوي چې کړکېچ د دوو هیوادونو ترمنځ رسمي اړیکې اغېزمن کړي دي.

د مارچ په پنځلسمه په لندن کې د افغانستان او بریتانیا د ملي امنیت د سلاکارانو او د پاکستان د بهرنیو چارو د سلاکار په درې اړخیزه غونډه کې موافقه وشوه چې افغانستان او پاکستان به دوه اړخیزې خبرې او تماسونه ډېر کړي.

خو د لندن له غونډې وروسته د دوو هیوادونو د چارواکو ترمنځ بله ناسته نه ده شوې.

د افغانستان او پاکستان د مدني ټولنو او پارلمانونو استازي به د اسلام اباد د درې ورځینۍ غونډې ترڅنګ د پاکستان د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز او د دغه هیواد د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره هم وویني.

ځیني به یې د پاکستان په دوو سترو پوهنتونونو کې محصلانو ته ویناوې هم وکړي.

د غونډې تنظیموونکي وايي، د دوی هدف دا دی چې د دوه اړخیزو مسایلو په اړه پوهاوی زیات کړي، د ولسونو ترمنځ باور ډېر کړي او بې باوري او شکونه ختم کړي.

دوی همداراز ویلي چې هڅه کوي د دوو هیوادونو د حکومتونو ترمنځ د پُل رول ولوبوي او د دوو هیوادونو د ولسونو ترمنځ د ښو تماسونو او دوه اړخیزو خبرواترو دوام یقیني کړي.

دوی تېره میاشت په کابل کې غونډه وکړه او په لړ کې یې د افغانستان او پاکستان له حکومتونو وغوښتل چې د دواړو هیوادونو د خلکو د لوړو ګټو په خاطر په اوسنیو شرایطو کې له زغم او حوصلې کار واخلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.