د افغانستان په شمول ۴ هیوادونو له ایرانه د تاوان غوښتنه وکړه

 

تاند، جمعه، د جدي ۲۷مه: افغانستان، کاناډا، بریټانیا، اوکراین او سویډن له ایران څخه غوښتي چې د راغورځولې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو کورنیو ته دې تاوان ورکړي.

د دغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې د اوکراین د پېښې قربانیانو په تړاو یې د تحقیق او هغوی ته د عدالت رسونې ډله هم ایجاد کړې ده، په لندن کې یې خپلې ګډې ناسته کې پنځه ماده ییز پریکړه لیک تصویب کړی تر څو د دغې پېښې په تړاو دقیقې څېړنې وشي.

د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان هم په دې ناسته کې ګډون کړی و

د تهران په خاوره کې د اوکراینۍ الوتکې د راغورځېدو پېښه کې د ۱۷۶ مساپرو له منځه ۱۳ تنه افغانان هم وژل شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.