د افغانستان نامتو لیکوال استاد شپون وفات شو

 

تاند- د افغانستان مشهور لیکوال او شاعر استاد سعد الدین شپون نن د امریکا په متحد ایالتونو کې په روغتون کې وفات شو. له څه مودې راهیسې استاد شپون بستر و.

استاد شپون د پښتو داستاني ادب یو سرلارې لیکوال و چې د ځانګړي نثر څښتن دی. د ده نثر ځانته سبک لري او ګڼو کره کتونکو د ده پر نثر لیکنې خپرې کړې دي.

تاند ویپاڼه په ځانګړي ډول د استاد پر مړینې ویر کوي. په تیرو څو کلونو کې تاند ویپاڼې ځانګړی کالم استاد ته وقف کړی و چې ده به پکې خپلې ټولنیزې، ادبي او فرهنګي لیکنې خپرولې.

ښایي په هیڅ ویبسایت کې د استاد شپون دومره اثار نه وي خپاره شوي لکه په تاند کې چې خپاره شوې دي.

د افغانستان د دې سترې فرهنګي هستۍ په ویر کې تاند ویبپاڼه ویرجنه ده او د افغاني ادب له مینه والو سره په دې غم کې شریکه ده.

استاد شپون د کندز په خان اباد ولسوالي کې خپلې لومړنۍ زده کړې وې، د لیسې دوره یې د کابل په حبیبیې کې پای ته رسولې وه او په متحد ایالتونو کې یې ماسټري اخیستې وه.
استاد شپون

استاد شپو د افغانستان د علومو اکاډمي غړیتوب درلود او یوه موده یې په اکاډيمي کې کار وکړ. بیا کلونه کلونه د امریکا غږ راډیو د پښتو څانګې ویاند او د خپرونو چمتوکوونکی و.

استاد شپون د ( بنګي غاړه) په څير نایاب اثر له ځانه پرې ایښی دی چې د داستاني ادب بې ساری کرکټرونه پکې انځور شوې دي.

د شين ټاغي په څير ناول کې بیا د وخت سیاسي کرکټرونه ځای شوې دي.

د دغو او یو شمیر نورو داستاني اثارو ترڅنګ استاد شپون د افغانستان یو تکړه شاعر و، د ده شعرونه هم د ده د داستاني اثارو په څیر ځانګړتیا لري، لوستونکی یې درک کوي چې دا شعر د شپون دی، له استاد شپون څخه په مقایسوي ډول شعرونه لږ او نثري اثار ګڼ پاتې دي. د عمر په وروستیو کې یې ویل چې پر یوه ناول کار کوي، نه پوهیږو چې دا اثر به یې څومره بشپړ کړی وي، روح دې ښاده وي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.