‘د افغانستان مصالحې عالي شورا له طالبانو سره د مذاکرو اساسي کرښې ټاکي’

 

دآزادی راډیو

د افغانستان حکومت وايي د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ هیئت د تشکیل په حال کې دی.

د مصالحې عالي شورا دنده لري چې له طالبانو سره د مذاکرو اساسي چوکاټ او کرښې وټاکي.

دغه شورا به خپلې سپارښتنې هغه نوي اعلان شوي مذاکراتي هیئت ته سپاري چې ۲۱ غړي لري او د ملي امنیت پخوانی عمومي رئیس معصوم ستانکزی یې مشري کوي.
د ولسمشر محمد اشرف غني یوه سلاکار وحید عمر د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۱» په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل: “د مصالحې شورا کارونه ډېر مخ ته تللي دي. زموږ ژمنه دغه وه چې یوه کوچنۍ مذاکراتي ډله به جوړېږي چې کوچنۍ به وي او بیا به د تصمیم نیولو یوه لویه شورا جوړېږي چې د مصالحې شورا به لازمې لارښوونې ورته کوي. د مذاکراتي هیئت کارونه مو خلاص کړي دي. د مصالحې پر شورا کارونه په وروستیو پړاوونو کې دي.
لا معلومه نه‌ده چې د مصالحې عالي شورا د تشکیل کارونه به کله بشپړېږي، خو جمهوري ریاست ویلي چې د مصالحې عالي شورا صلاحیتونه به د حکومت له‌خوا ټاکل کېږي.

د مصالحې عالي شورا به له مذاکراتي هیئت سره په همغږۍ د سولې مذاکرو ته لار او چوکاټ برابروي.

د سولې د دغو مذاکرو په وړاندې یو خنډ د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي د کمولو څرنګوالی او د طالب بندیانو خوشې کېدل ښوول کېږي.

وسله‌والو طالبانو د مذاکراتي هیئت پر ترکیب انتقاد کړی او وايي د ټولو اړخونو استازیتوب نه‌شي کولای.
خو د ولسمشر سلاکار وحید عمر تېره یکشنبه «۱۳۹۹ کال د وري ۱۰» په کابل کې خبریالانو ته ویلي وو، څرنګه چې حکومت د طالبانو پر هیئت کوم انتقاد نه‌دی کړی، طالبان هم حق نه‌لري چې د افغان حکومت د هیئت پر ترکیب انتقاد وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت تېره شنبه ازادي راډیو ته ویلي وو چې د مذاکراتي هیئت د لېست په جوړولو کې له ټولو مطرحو سیاسي اړخونو سره سلا مشورې شوې دي او دا یو هر اړخیز هیئت دی.

تر دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په کابل کې د امریکا سفارت د افغان حکومت له‌خوا د مرکچي هیئت د تشکیل د اعلان هرکلی کړی او ټول‌شموله‌یې بللی دی.

د “حراست او ثبات شورا” مشر عبدرب الرسول سیاف تېره یکشنبه په یوه وېډیويي پیغام کې د مذاکراتي هیئت تشکیل ټول‌شموله بللی او ویلي یې دي چې د ټول افغانستان استازیتوب کولای شي.
بله‌خوا د عدالت غوښتنې د همغږۍ یوې ډلې له حکومته غوښتنه کړې چې د مذاکراتي هیئت په ترکیب کې د جګړې قربانیان هم شامل کړي.

دغې ډلې پرون دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، په مذاکراتي هیئت کې د جګړې د قربانیانو نه‌موجودیت، دغه هیئت نیمګړی کړی دی.

د عدالت غوښتنې د همغږغۍ ډلې ویلي، د جګړې زیات زیان د جګړې قربانیانو او د هغوی عزیزانو ګاللی او په‌کار ده، د سولې په پروسه کې یې غږ واورېدل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.