د افغانستان ـ چین تر منځ د رېل ګاډي سوداګریزه لار پرانېستل شوه

دآزادی راډیو

د افغانستان ـ چین تر منځ د واخان کاریدور شرکت له لوري د رېل ګاډي سوداګریزې لاره پرانېسته وشوه.

د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنعت وزارت د دغې لارې پرانېسته د افغانستان او چین تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لامل بولي او وایي چې له دې وروسته له دغې لارې نه یوازې دا چې افغانستان واردات کېږي، بلکې د افغانستان د صادراتو کچه به هم ورسره لوړه شي.
چارواکي: د حیرتان بندر له لارې چین ته افغاني تولیدات لېږل کېږي
د دغه وزارت مرستیال ظهور الدین شېرزاد د پنجشنبې په ورځ د دغې پرانېستې غونډې پر مهال وویل:

“خوښ یم چې نن له افغانستانه چین ته واخان کاریدور شرکت له لوري د رېل ګاډي په وسیله لومړنۍ صادراتي محموله پرانيزو، هیله مند یم چې د دغې لارې پرانيسته د افغانستان او چین تر منځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.”

د دغه وزارت په خبره، د افغانستان د حیرتانو له لارې به چین ته افغاني محصولات لکه غالۍ، وچې او تازه مېوې، تالک، د مرمرو ډبرې او یو شمېر نور مدني توکې استول کېږي.

د غونډې ګډون‌والو د افغانستان چین ترمنځ پر سوداګریزې راکړې ورکړې ټينګار وکړ او ویې ویل چې د تېرو څو کلونو راپه‌دېخوا د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې شوي دي.

له دې سره په افغانستان کې د چین سفارت سوداګریزه اتشه ښاغلي تیان چې په یاده غونډه کې یې ګډون درلود د افغانستان د فعالې ونډې یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې لارې په برانېستې سره به چین ته د افغانستان د صادراتو کچه هم لوړه شي.

نوموړي زیاته کړه:

“افغانستان د دغې لارې په پراختیا کې فعاله او ډېر مهم رول ولوباوه او د پام وړ ګټه یې ورسوله چې د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره یوه ښه لاره ګرځېدلې. افغانستان د تېرکال له نوومبر راهیسې له دغې لارې ښه ګټه ترلاسه کړې. چین د یوه حکومتي تړون له مخې د ۱۴ میلیارده ډالرو په ارزښت یې ۱۲۵۰ ټنه جلغوزي وارد کړي چې دا د افغان کروندګرو او سوداګرو او د چین لوري د خوښۍ وړ ګرځېدلې.”

د افغانستان ـ چین تر منځ دغه صادراتي لار په داسې حال کې پرانيستل کېږي چې مخکې تردې د افغانستان د صادراتو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د لاجوردو او چابهار لار هم پرانېستل شوې ده.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي وايي چې د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغانستان د سوداګریزو چارو پر وړاندې خنډونه جوړېږي او نه غواړي د دغه هېواد سوداګري پرمختګ وکړي.
نوموړي زیاته کړه:

“سره له دې چې دولت فرصتونه برابروي، خو یو شمېر خلک او ګاونډي هېوادونه په نړیواله توګه د افغانستان سوداګرۍ سبوتاژ کوي، هره ستر سوداګریزه لاره چې پرانېستل کېږي هغه کې تخنیکې ستونزې جوړوي، د مثال په ډول په لاجوردو او چابهار صادراتي لارو کې لا هم ستونزې موجودې دي او زموږ توکي ودرېږي.”

ښاغلي الکوزي دا هم وویل، هغه هېوادونه چې د دغو سترو صادراتي لارو په پرانېستلو کې ونډه لري او له دې لارې افغانستان له دوی سره نښلي، باید نړیوالې ژمنې عملي او افغانستان ته ستونزې جوړې نه‌کړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.