د افغانستان د میرمنو شبکه: د میرمنو حقونو په اړه د طالبانو باورونه ندي بدل شوي

تاند(پنج شنبه، د اسد ۲۳) د افغانو ښځو شبکې په یوه پرانیستي لیک کې ویلي چې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو باورونه نه دي بدل شوي.

د ښځو د حقونو ډلې نن په ټویټر کې دوه پاڼې لیک پوسټ کړ.

په لیک کې، طالبانو ویلي چې دوی د ښځو حقونو درناوی کوي او دوی ته اجازه ورکوي چې زده کړې وکړي او د اسلامي قانون او افغاني احکامو په چوکاټ کې کار وکړي.

خو طالبانو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې چې د اسلامي قانون او افغان حکمونو له مخې دوی څه معنی لري.

په لیک کې راغلي چې افغان میرمنې او انجونې د طالبانو په خبرو او عمل کې د تضاد په اړه اندیښمنې دي.

د ۱۹۹۰ کال په دویمه نیمایي کې د طالبانو د رژیم پرمهال، میرمنې تر ډیره حده د زده کړې له حق څخه بې برخې وې او له کوره بهر کار کولو ته نه پریښودل کیدلې.

دغه میرمنو زیاته کړې که څه هم د سولې روانې پروسې د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره یو ځل بېا هېلې راژوندی کړي، پدې هم اندېښمن یو چې ګواکې د تېرو نږدې شلو کلونو بریاوې او هر هغه څه مو چې خورا په سختی لاس ته راوړې، یو ځل بېا له لاسه ورنکړو.

یادې مېرمنې زیاتوي چې ښځې د افغانستان نیمایې برخه ده او اندېښنه مو دا ده چې زمونږ ونډه او حقوق پدغه پروسه کې د سیاسي جورجاړیو قرباني نشي.

یادو میرمنو په لیک کې طالبانو ته ویلې چې له ډیرو اندېښنو سره سره، د سولې په خبرو کې ستاسو شاملېدو مونږ ته هیلې رابخښلي، خو بل خوا ستاسې بیانېې او په حقیقي ډګر کې ستاسې ورانوونکې هلې ځلې او کړنې مو ځوروې ځکه بیانېې او کړنې مو د یو بل خلاف دي. مونږ ستاسې له مشرتابه او ځینې رهبرانو اورو چې د افغانستان د ډیرو حالاتو او په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو په اړه مو په نظر کې بدلون راغلې او په افغانستان کې د شویو بدلونونو خبر یاستی.

هغوې وایي زمونږ ژوند ته د ټولو ننګونو او ګواښونو سره سره، مونږ به د خپل هېواد د خدمت لپاره خپلو هلو ځلو او د افغانستان په رغونه کې د خپلې ونډې غوښتنو ته دوام ورکوو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.