د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو ته هیله‌مندي

دآزادی راډیو

د سولې عالي شورا د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې او په قطر کې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ راروانې خبرې د سولې په برخه کې له هیلو ډکې بولي.

د سولې عالي شورا ویاند غفور احمد جاوېد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۰۵» ازادي راډيو ته وویل، دوی هیله لري چې د قطر اووم پړاو خبرې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لامل شي.

نوموړي وویل، هر څومره ژر چې بین‌الافغاني خبرې پیل شي، ژر به روانه شخړه حل شي: “د مستقیمو او رسمي مذاکراتو پیل کولای شي چې ستونزه ژر حل کړي او ژر یوې موافقې ته ورسېږو، موږ هیله لرو چې د طالب استازو او زلمي خلیل‌زاد اووم پړاو خبرې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لامل شي.”
تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا متحده ایالات د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې یعنې په راتلونکو څه باندې دوو میاشتو کې افغانستان کې د سولې یوې هوکړې ته د رسېدو هیله لري.

ښاغلي پامپيو وویل؛ په‌دې اړه چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو په ضد نه‌کارول کېږي، له طالبانو سره د یوې مسودې نهايي کېدو ته نږدې شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، له ترهګرۍ سره مبارزه، د نړیوالو ځواکونو حضور، بین‌الافغاني خبرې او اوربند هغه څلور موارد دي چې له طالبانو سره خبرو کې مطرح دي او یوازې په یو مورد توافق ممکن نه‌دی.

مایک پامپیو دا هم وویل چې تر اوسه هېڅ شی، نهايي شوی نه‎دی.

ښاغلي پامپیو د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، هغه وخت رارسېدلی چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر سره عملي همکاري وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په‌داسې حال کې د افغانستان په سوله کې د پاکستان د عملي همکارۍ غوښتنه کوي چې ټاکل شوې، افغان ولسمشر محمد اشرف غني، سبا له شااوخوا څلور نیمو کلونو وروسته د دوهم ځل لپاره پاکستان ته ولاړ شي.

د سولې شورا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې هیله بخښونکې بولي.
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته په استولي وېډیویي پيغام کې ویلي دي چې د سولې خبرې به د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د بحثونو په سر کې وي.

دی وايي: “په‌دې سفر کې په څلورو موضوعاتو تمرکز کېږي:

منطقوي اتصال.
په افغانستان کې سوداګري، ټرانزیت او پانګه اچونه.
همدا شان به د امنیت په برخه.
او د سولې په برخه کې به بحثونه وشي ځکه اوس‌مهال افغان حکومت، خلک او نړیواله ټولنه دې ته اماده دي چې ۴۰ کلن بحران ته د پای ټکی کېږدي، نو باید ولیدل شي چې د سیمې نور هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان په‌دې برخه کې څومره اماده‌ګي لري او څومره مرسته کولای شي؟”
ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یو نوي فصل د پرانیستو په هدف اسلام‎اباد ته ځي او ډېر هیله‎مند دی چې “د زړې بې‎باورۍ” ځای همکارۍ ونیسي.

ولسمشر غني په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د افغان ولسمشر په توګه له لوړې څو میاشتې وروسته هم له افغانستان سره د اسلام‌اباد د رښتینې همکارۍ د جلبولو لپاره پاکستان ته سفر کړی و.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.