د افغانستان د سولې د عالي شورا د نوې ستراتیژۍ مهم ټکي
دآزادی راډیو
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د نوې ستراتیژۍ له مخې به یې کارونه چټک او د سولې د ټینګښت په برخه کې به اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د دغې شورا ویاند امینالدین مظفري، د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هیله من دي چې د نوې ستراتیژۍ په عملي کېدو سره به د سولې بهیر چټک او مثبته نتیجه ورکړي.
نوموړی وايي:
“د سولې د عالي شورا نوې ستراتیژي تصویب شوې ده، د سولې عالي شورا به د هغې په رڼا کې خپل کارونه مخ ته یوسي، انشاالله هیله من یو چې په دې ترتیب به د سولې بهیر چټکه او مثبته نتیجه ورکړي.”
د نوموړي په خبره، د ځانګړو کمېټو رامنځته کول، له وسلهوالو مخالفینو سره د اړیکو پراختیا او د ټولنې د بېلابېلو برخو له اوسېدونکو نه د سولې د ټینګښت په برخه کې استفاده، د سولې د عالي شورا د نوې ستراتیژۍ مهم ټکي دي.
د سولې د عالي شورا د نوې ستراتېژۍ بحث د یادې شورا په مشرتابه کې له بدلون سره جوخت رامنځته شوی دی او دغه شورا وايي چې له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې به هڅې وکړي چې د حکومت او وسلهوالو مخالفینو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي.
دغې شورا د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې هم له وسلهوالو طالبانو غوښتې وو چې د سولې “بینالاافغاني” خبرې ومني.
خو له دې ټولو سره-سره د یادې شورا فعالیت د دغې شورا د پیل راهیسې له انتقادونو سره مل وو.
څه موده وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول چې ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سولې عالي شورا ته د اغېزمنو میکانېزمونو د رامنځته کېدو په سپارښتنې کړي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا د سولې د عالي شورا نوې ستراتیژي ته خوشبینه نهدي.
د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وايي، د سولې عالي شورا جوړښت ته په کتو تمه نه کېږي چې دغه شورا دې سولې د ټینګښت په برخه کې اغېزمن اقدامات وکړي.
دی وايي:
“تر اوسه پورې د سولې عالي شورا کومه نتیجه نهده ورکړې، نو فکر نه کوم چې په راتلونکې کې دې هم ورکړي ځکه چې د دوی په جوړښت کې داسې کسان موجود دي، کوم چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په جګړه کې ښکېل پاتې شوي دي.”
اخوا د سیاسي چارو کارپوه بشیر هاتف که څه هم د سولې د عالي شورا د نوې ستراتیژۍ له جوړېدو هرکلی کوي خو وايي، په افغانستان کې سوله او ثبات هغه مهال ټینکیدای شي چې د کورنیو لاملونو سربېره، سیمهییز او نړیوال لاملونه هم په پام کې ونیول شي.
راپور: محمد حدیث پردېس
نظرات بسته شده است.