د “افغانستان د خلکو محور”،اوسنی نظام غیرقانوني او له ستونزو ډک وباله

 

دآزادی راډیو

د “افغانستان د خلکو محور” په نوم یو سیاسي حرکت د حکومت د اپوزیسیون په توګه د موجودیت اعلان وکړ.

د دې حرکت غړو اوسنی نظام غیر قانوني، غیر مشروع او له ستونزو سره مل وباله ويې ویل چې د روانو ستونزو څخه د وتلو په هدف يې دا حرکت پیل کړی دی.

د یاد سیاسي حرکت د مشرتابه شورا غړي رحمت الله نبیل په دې اړه جوړه شوې غونډه کې خپل د افغانستان د خلکو د محور هدفونه داسې بیان کړل:

“موږ له خپلو مشرانو سره په مشوره دا پرېکړه وکړه چې له اوسني ناورین څخه د وتلو په هدف د افغانستان د خلکو محور د سیاسي اپوزسیون په نوم اعلان کړو، د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، اساسي قانون او سیاسي مشروعیت ته ستنېدنه، د اجتماعي عدالت او قانون پلي کول او شفافې ټاکنې د افغانستان د خلکو د محور له عمده غوښتنو څخه دي. ”

د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل، د ملي امنیت د شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپانتا او د پخواني حکومت د کابینې یو شمېر غړي د دې حرکت مهم غړي دي.

ښاغلي نبیل وویل چې د دوی دا سیاسي حرکت د نظام د ننګولو، سقوط او په نظام کې د ونډې اخېستو په هدف نه‎دی جوړ شوی.

نوموړي پر ټاکلي وخت د انتخاباتو ترسره کول د دوی غوښتنه یاده کړه خو په وینا يې چې ولسمشر غني هڅه کوي دا پروسه په خپله ګټه تمام کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپانتا وویل چې د ملي وحدت حکومت بهرنی سیاست اندېښمن کوونکی دی او دا کار د دې لامل شوې چې افغانستان د یو شمېر هېوادونو د ټکر قرباني شي.

ښاغلي سپانتا دغه شان د ملي یووالي حکومت ځان غوښتونکی یاد کړ او له قانوننه په سرغړونه يې تورن کړ
نوموړي وویل:

“د حکومت د انحصار ګرې ماشینرۍ او له خونړۍ ځپنې سره مله او د غوسې له ځواکه استفاده د دې لامل شوې چې د ځوانانو د بدلون د غورځنګ مشروع مظاهرې له خاورو او وینو سره برابرې کړي، د مدني غورځنګونو د ځپلو په برخه کې د حکومت پروګرام د افغانستان په تاریخ کې یوه توره کارنامه ده، حتی د امر عبدالرحمن له دوران نه هم توره.”

که څه هم دغه نوي جوړ شوي حرکت حکومت په بې کفایتۍ تورن کړ خو خپله يې هم کومه اصلاحي طرحه وړاندې نه‎کړه.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې دغه ډول سیاسي حرکتونه ډېری وخت خپلې شخصي ګټې تعقیبوي.

له ډلې يې قدرت الله ځواک ازادي راډيو ته وویل:

“دغه ډول حرکتونه او جبهې د لنډ وخت لپاره د یو شمېر ځانګړو سیاسي او اقتصادي ګټو او لاس ته راوړنو لپاره جوړېږي او هغو خپلو ګټو ته تر رسېدو وروسته، دغه حرکتونه، د دوی اهداف او د دوی ګډې ناستې شیندل کېږي او په خپل ځای نه پاتې کېږي.”

ښاغلی ځواک وايي چې یادو سیاسي حرکتونو تر شا د ځینو بهرنیو هېوادونو لاسونه دي او نه‎شي کولای د افغانستان ستونزې هوارې کړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.