د افغانستان د اسعارو زېرمې ۸ نیم میلیارده ډالرو ته لوړې شوې دي Dece

تاند، یکشنبه، د جدي لومړۍ: د افغانستان ملي بانک وايي، په تېرو دوه کلونو کې افغانستان د خپلو پیسو ارزښت د ګاونډیانو په پرتله ښه ساتلی او اوس مهال یې د اسعارو ذخیره اته نیم میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.

د ملي بانک سرپرست واحد الله نوشير نن د مالیې وزارت له سرپرست همایون قیومي سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د پیسو له نړیوال صندوق سره په ګډو اصلاحاتو سره افغانستان دپیسو د انفلاسیون، ارزي ذخیرو او د اسعارو د ارزښت د ساتنې په برخه کې خور اغېزناک ګامونه پورته کړي دی.

ښاغلي نوشېر زیاته کړه: (( د اصلاحاتو د درې کلن پروګرام له پیل سره په افغانستان کې د پیسو د انفلاسیون کچه ۷ اعشاریه ۳۷ وه، خو اوس ۱ اعشاریه ۱۲ سلنه ته راښکته شوې ده، زموږ د اسعارو ذخایر هم له ۷ اعشاریه ۷ څخه اته نیم میلیارده ډالرو ته لوړ شوي دي))

نوموړي زیاته کړه د افغانستان پيسې په وروستیو دوه کلونو کې د ګاونډیو هېوادونو په پرتله خپل ثبات او ارزښت تر ډېره ساتلی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.