د افغانستان دفاع وزارت افغان ځواکونو سره د امریکا همکاري مهمې بولي

 

دآزادی راډیو

په‎داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره د افغانستان لپاره د خپل نوې ستراتیژۍ پر بشپړېدو کار کوي، د افغانستان دفاع وزارت له افغان ځواکونو سره د امریکا متحده ایالاتو همکارۍ مهمې بولي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل:
​”هغه ستراتیژي چې د امریکا متحده ایالات یې اعلانوي، په هغوی پورې اړه لري، خو هغه څه چې په دفاع وزارت پورې اړه لري دا دي چې زموږ سره مرسته کوي څو د افغانستان پوځ پر خپلو پښو ودرېږي. لکه چې د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر وویل چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.”

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې پر بېلابېلو مسایلو لکه د افغانستان څلور کلن امنیتي پلان، له ترورېزم سره مبارزه او د سیمې پر امنیت خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست له‎خوا په اعلامیه کې بیا په دې اړه څه نه‎دي ویل شوي چې ایا دغو دوو مشرانو د افغانستان لپاره د امریکا پر نوي ستراتیژۍ او د هغې د اعلان د نېټې په اړه خبرې کړي دي که څنګه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په میاشت کې د خپلې ادارې دفاع وزیر جېمز متېس ته صلاحیت ورکړ چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر وټاکي.

متېس هم ویلي و چې د جولای میاشتې تر نیمایي پورې به په‎دې اړه خپل وړاندیزونه ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړي.

پوښتنه دا ده چې د امریکا د نوي ستراتیژۍ اعلان چې د راپورونه له مخې افغانستان ته د شاوخوا څلور زره اضافي امریکایي سرتېرو لېږل هم په‎کې شامل دي، ولې دومره ځنډنی شو؟
په واشنګټن کې د سیاسي چارو کارپوه عمر صمد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ده په باور څو مورده دي چې د واشنګټن پر دې پریکړې یې اغېز کړی.

دی وايي:

“یو خو په لوړه سطح کې په ځانګړي ډول په سپینه ماڼۍ کې په څو نورو موضوعاتو د چارواکو بوختیا ده چې د افغانستان له موضوع سره ارتباط نه‎لري. بل د امریکا په تصمیم نیونکي دستګاه کې دننه ځینې کړکېچونه شته. فکري تضادونه ډېری د مرستو پر څرنګوالي دي.”

ښاغلي صمد زیاته کړه، ښه خبر دا دی چې د افغانستان لپاره د مرستې د بندولو هېڅ خبر نه‎دی اورېدل شوی.

د افغانستان لپاره د امریکا د نوي ستراتیژۍ تر اعلان دمخه د افغانستان بېلابېلې سیمې لکه پکتیا، فاریاب، کندز او غور په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د جګړو شاهدي دي.

د جولای په لومړۍ اوونۍ کې د امریکایي سناتورانو پلاوي چې د سنا مجلس د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مک‎کېن یې مشري کوله، کابل ته د خپل سفر پرمهال ویلي و چې د امریکا دغه نوې ستراتیژي باید د طالبانو په وړاندې د جګړې لاره بدله کړي او د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.