د افغانستان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره سرې کرښې وټاکلې
تاند- د افغانستان د مصالحې د مشرتابه شورا په دوحه کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره خپلې سرې کرښې په ګوته کړې.
ټاکل شوې ده چې د دوحې غونډه له مخکې اعلان شوې نېټې دوې ورځې ناوخته یعني د روان اپریل په ۱۹ مه پیل او په ۲۱ پای ته ورسېږي.
په دې بین الافغاني غونډه کې، چې د قطر په کوربه توب جوړېږي، د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترڅنګ یو شمېر افغان سیاستوال ګډون کوي.
له طالبانو سره په بین الافغاني خبرو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت نظام، اساسي قانون او انتخابات سرې کرښې بلل شوي او ویل شوي چې که په اساسي قانون کې بدلون هم راوړل کېږي باید له قانوني لارو وي.
د قانون پر اساسي قانون کې بدلون د لویې جرګې له لارې راوړل شي.
همداراز ویل شوي چې د ښځو حقونو او ولسواکي هم د افغانستان د دولت لپاره نه معامله کېدونکي مسایل دي.
د افغانستان د مصالحې د مشرتابه شورا د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري ټاکل شوې ده. په دې شورا کې یو شمېر سیاسي مشران او حکومتي چارواکي شامل دي.
دا شورا به ژر له طالبانو سره د مرکچي پلاوي غړي وټاکي.
که څه هم د دوحې خبرې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې رسمي خبرې نه دي بلکې یوازې نظرونه تبادله کېږي خو پلاوی به طالبانو ته وریاده کړي چې په کومو مسلو د سولې په صورت کې د افغانستان دولت معامله کولی یا نه شي کولی.
نظرات بسته شده است.