د افغانستان او پاکستان مشرانو د مشارکت او همکارۍ د نوي څپرکي پر پیل موافقه کړې

دآزادی راډیو

د پاکستان صدراعظم دې هېواد ته د افغان ولسمشر سفر د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کولو او د اعتماد د یوې فضا د رامنځ ته کولو په برخه کې مهم ګام وباله.

ولسمشر اشرف غني او صدراعظم عمران خان پرون پنجشنبې د چنګاښ په شپږمه په اسلام آباد کې سره وکتل.

د افغانستان جمهوري ریاست او د پاکستان د صدراعظم دفتر په جلا بیانونو کې ویلي چې دواړو مشرانو د خپلو هېوادونو ترمنځ د مشارکت او همکارۍ د یوه نوي څپرکي پر پیل موافقه کړې ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون ماښام آزادي راډیو ته وویل چې افغان ولسمشر او عمران خان ټینګار وکړ چې له تېرو تېروتنو باید زده‌کړه وشي: “یوه نوې خبره چې په سیمه کې پېښه شوې یو نوی لیدلوری دی او دا چې د افغانستان د سولې په تړاو یوه اجماع رامنځته شوې او موږ تمه لرو چې پاکستان به هم په نوي چاپېریال کې یو مثبت رول ولوبولای شي. په هره اندازه چې په سیمه کې سوله او ثبات ولرو ګټه یې د دواړو هېوادونو خلکو ته رسېږي. باید د ماضي اسیران نه شو او زموږ اقدامات باید د راتلونکې لپاره وي. څومره چې د دواړو هېوادونو د خلکو او دولتونو ګډو ګټو ته په پام سره راتلونکې ته وګورو په همغه کچه کولای شو چې د زیاتې همکارۍ لپاره امکانات ولرو.”

د پاکستاني لوري په بیان کې راغلي چې عمران خان له ولسمشر غني سره په کتنه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هڅو سره مرسته ګډ مسوولیت بولي او پر ملاتړ یې ټینګار کوي.

د بیان له مخې دواړو مشرانو موافقه کړې چې په افغانستان کې دایمي سوله به دواړو هېوادونو ته پریمانه اقتصادي ګټه راوړي.

د سیاسي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی باور لري چې د افغان ولسمشر سفر به یوازې هله ګټور وي چې پاکستان د افغانستان د سولې په مسئله کې صادق وي.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:”که اشتباه هم شوې د پاکستانیانو له‌خوا شوې نه د افغانانو له‌خوا. تر ټولو لویه اشتباه په تېرو ۴۰ کلونو په تېره په وروستیو ۱۸ کلونو کې د پاکستان له‌خوا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه وه. که پاکستان په ستراتیژیک لحاظ د سولې په مسئله کې همکاري وکړي نو په نورو ساحو کې د همکارۍ امکانات شته، خو که پاکستان بیا هم د تېر په څیر د سولې په اړه سیمبولیک حرکات وکړي نو فکر نه‌کوم چې په نورو ساحو کې هم د پام وړ انکشاف رامینځ ته شي.”

ولسمشر اشرف غني د یو جګ‌پوړي دولتي پلاوي په سر کې پرون د یوه دوه ورځني سفر لپاره اسلام آباد ته ورسېد.

د افغانستان او پاکستان مشرانو په خپله کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونو په اړه هم خبرې وکړې.

ښاغلي غني د پاکستان له ولسمشر عارف علوي، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د سیاسي ګوندونو او مذهبي ډلو له یو شمېر مشرانو او له هغې ډلې له شهباز شریف، محمودخان اڅکزي او مولانا فضل الرحمن سره هم ولیدل.

د افغانستان او پاکستان اړیکې تل کړکېچن وو. په دې وروستیو څو کلونو کې افغان چارواکو په پرله‌پسې ډول پاکستان تورن کړی چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو او د تروریستانو او افراطي ډلو پرضد د مبارزې په برخو کې یې لازم اقدامات نه‌دي کړي، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.