د افغانستان او برېتانوي هند تر منځ د ډيورند کرښې تړون نه دى شوى

 

 

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۶): د چارو پوهان وايي، د ډيورنډ فرضي کرښه ځکه حقوقي ماهيت نه لري چې په دې اړه کوم تړون شتون نه لري او په زور پر افغانانو تپل شوې ده.

نن په کابل کې د لوی افغانستان تحريک له خوا د “ډيورنډ؛ نامنلې کرښې” تر نامه لاندې يوه ناسته جوړه شوې وه.

د دغه تحريک مشر عبدالجميل وقار وويل، د اباسين سيند د لوی افغانستان سرحد دی او د ډيورنډ د نامنلې کرښې دواړو خواوو ته د يو قوم خلک اوسي.

هغه زياته کړه: “که تاريخ ته نظر وکړو داسې څه نه لرو چې دغه کرښه د سرحد ټاکل شوى وي، خو له بده مرغه د انګرېز برکټی پاکستان په دې اړه منفي تبليغات پيل کړي او اوس يې پر دې سيمه کې د اغزن سيم غځول پيل کړي دي.”

د ده په وينا؛ ځکه يې دغه سيمينار جوړ کړی چې راتلونکی افغان نسل د دې کرښې له ماهيت نه خبر او دغه داعيه ژوندۍ وساتي.

تاريخپوه اکاډمېسن سليمان لايق په ننني سيمينار کې وويل: “د ډيورنډ کرښې د رسميت په اړه داسې کوم سند نشته او نه هم امير عبدالرحمن خان په داسې کوم سند لاسليک کړى چې له مخې يې د ډيورنډ کرښه رسمي بڼه خپله کړي.”

هغه زياته کړه: “دا چې هغه مهال د انګرېزانو قوت او زور ډېر و او په افغانستان کې د امير عبدالرحمن خان تر مشرۍ لاندې تحت الحمايه حکومت موجود و، نو دوی (انګرېزانو) په خپل زور دغه کار کړی او په دې اړه دواړه خواوې (برېتانوي هند او افغان امير) هېڅ ډول هوکړې ته نه وو رسېدلي.”

د ده په وينا، په نړۍ کې هېچا انګرېزانو ته ماتې نه وه ورکړې، خو افغانانو دوه ځلې ماته ورکړې، نو له افغانانو سره د دښمنۍ له مخې د ډيورند معضله د يوې ستونزې په توګه رامنځته کړې او لاينحل يې پرېېښې ده.

دی زياتوي: “ما خو د ژوند په اوږدو کې چې په دې اړه څېړنې کړي داسې هېڅ داسې څه نه دي ترلاسه شوى چې امير عبدالرحمن خان دې داسې کوم سند لاسليک کړی وي، دا يو تهمت دی چې امير عبدالرحمن کوم سند لاسليک کړی.”

تاريخپوه څېړندوی حبيب الله رفېع هم وايي، د ډيورند د کرښې په اړه داسې سند نشته چې پر هغه افغان امير لاسليک کړی وي او دغه کرښه يې دې منلي وي.

هغه وويل: “د ډيورنډ کرښې په تړاو د امير عبدالرحمن خان او برېتانيوی هند تر منځ ډېر ليکونه تبادله شوي چې امير عبدالرحمن خان د هغوی پر متن نيوکې کړي او په دې اړه يې د هغوی غوښتنې رد کړي دي.”

د ده په وينا، افغانستان د ډيورند د فرضي کرښې هغه خوا سيمې د يوې مودې لپاره انګرېزانو ته په اجاره ورکړې وې.

رفېع وايي: “کله چې غازي امان الله خان خپلواکي اعلان کړه او انګرېزانو د افغانستان ازادي پر رسميت وپېژنده، نو انګرېزانو ويلي وو له افغانستان سره يې چې کومې معاهدې کړې، ټولې لغوه دي، هغه که د ډيورنډ تړون و که د ګندمګ او يا هم نور. نو کله چې امير امان الله خان د هغوی پيسې وربندې کړې، نو اجاره هم خلاصه شوه او سيمه د افغانستان ده.”

د ده په وينا، دغه سيمه انګرېزانو د نړيوال قانون خلاف پاکستان ته په داسې حال کې سپارلې چې هېڅوک د دغه کار حق نه لري.

ليکوال او څېړونکی عبدالغفور لېوال وايي، ډيورنډ کرښې هغه خوا د افغانستان خاوره ده او دغه خاوره يواځې په زور خپلېدای شي.

دی زياتوي: “زموږ هېواد د اټومي ځواک لرونکو هېوادونو منځ کې پروت دی، نو که چېرې موږ غواړو خپله خاوره وګټو نو اړينه ده چې له اقتصادي او پوځي پلوه خپل ځان د سيمې د هېوادونو کچې ته ورسوو.”

هغه وايي، څو چې افغانستان خپله خاوره بېرته خپله نه کړي په افغانستان او سيمه کې د ثبات او امنيت ټينګښت ناممکن دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.