د افغانستان او ایران راکړه ورکړه په ۱۱ میاشتو کې تر ۲ نیم ملیارد ډالرو واوښت

 

تاند- افغانستان او ایران په ۱۱ میاشتو کې د نژدې دوه نیم ملیارد ډالرو په ارزښت په خپل منځ کې ۵ اعشاریه ۳۲ ملیون ټنه مالونه تبادله کړي دي.

په دې سوداګري مالونو کې، چې د تېرې فبرورۍ تر ۱۹ پورې په یوولس میاشتو کې شوي، تېل او تیلي مواد شامل نه دي.

دا د ایران د ګمرکونو د ادارې د شمېرنو پر اساس په یاده موده کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د دوو هیوادونو ترمنځ په راکړه ورکړه کې ۱۸ اعشاریه ۶۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

ایران په یاده موده کې افغانستان ته د ۲ ملیارده او ۴۶۰ ملیون ډالرو په ارزښت ۵ اعشاریه ۳۰ ملیون ټنه مال صادر کړی دی چې په دې توګه افغانستان ته د ایران په صادراتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرنله ۱۸ اعشاریه ۷۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه افغانستان ته واردات په کال کې له څه باندې دوه نیم ملیارد ډالرو څخه ۱۲ سوه ملیون ډالرو ته رالږ شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.