د افغانستان او اروپايي اتحادیې د همکاریو موافقه له نن څخه اجرا کېږي

 

تاند- د افغانستان او اروپايي اتحادیې ترمنځ د مشارکت او پرمختګ په اړه د همکارۍ موافقه له نن /جمعې/ څخه اجرا کېږي.

اروپايي اتحادیې د پنجشنبې په ورځ وویل، دا موافقه، چې د فبرورۍ په میاشت کې د اروپايي اتحادیې د جګپوړې استازې فیدریکا موګیرني او د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ترمنځ لاسلیک شوه، د اروپايي اتحادیې او افغانستان ترمنځ د اړیکو لپاره د لومړني قانوني چوکاټ استازیتوب کوي.

موګیرني ویلي«موږ د خپلو همکاریو یوه نوي پړاو ته داخلېږو. زموږ نوې موافقه به اروپايي اتحادیې ته اجازه ورکړي چې اروپايي اتحادیه د افغانستان او افغانانو لا ښه ملاتړ وکړي، او لا له نژدې په ګډه کار وکړو.»

د اروپايي اتحادیې د نړیوالې همکارۍ او پرمختګ کمیشنر نیفین میمیکا وویل«زموږ دا نوې موافقه به د پرمختیايي چارو، د جندر (جنسیت) د یووالي، سوداګرۍ او پانګونې او سیمه ییزې همکاریو په شان برخو کې زموږ همکاریو ته نوې روح ورکړي.»

په وروستیو ۱۷ کلونو کې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې له کبله زیات فرصتونه برابر شوي چې افغانستان ورڅخه په هره برخه کې ښه ګټه اخیستلی شي.

د نړۍ نور هیوادونه د دا ډول فرصتونو لپاره ډېرې هلې ځلې کوي خو په اسانه یې نه شي ترلاسه کولی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.