د افغانستان اجرائیه رئیس وايي، د پاکستان لخوا له کرښې نه چي کوم خوځښتونه کېږي د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې مرسته نه کوي.

 

 

دآزادی راډیو
د افغانستان اجرائیه رئیس وايي، د پاکستان لخوا له کرښې نه چي کوم خوځښتونه کېږي د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې مرسته نه کوي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د موانعوو د جوړولو مسئلې ته په اشارې سره وايي، د کرښې اخوا ته چې کوم خوځښتونه د پاکستان لخوا پیل شوي د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د مرستې پر ځای د کرښې دواړو خواوو ته د خلکو د اندېښنې لامل ګرځي.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې د دې مطلب په څرګندولو سره وویل چې د ترورېزم د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ رښتینې همکارۍ ته اړتیا ده.

“د کرښې اخوا ته چې کوم خوځښتونه ترسره شوي د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې مرسته نه کوي، بلکې د ترورېزم سره مبارزه رښتیني همکارۍ ته اړتیا لري، هیله لرو چې ګاونډي هېوادونه د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د حکومت تګلارې او ارادې ته د يوه فرصت په سترګه وګوري.”

ښاغلي عبدالله وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې باید د خبرو اترو له لارې هوارې شي او دواړه هېوادونه باید په ګډه د ترورېزم په وړاندې ودرېږي او مبارزه وکړي.

ها خوا بیا د پاکستان پخواني جمهور رئيس او د اپوزېسیون د لوی ګوند، پیپلز ډلې مشر اصف علي زرداري ویلي چې پر سرحدي مسایلو د کابل او اسلام‎ اباد تر منځ مشورې او خبرې مهمې دي.

هغه د يکشنبې په ورځ د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې د ګډو پولو پر څارنه او مدیریت د افغانستان او پاکستان خبرې له ډېرې مودې راهیسې په ټپه ولاړې دي.

د “پاکستان پيپلز پارټي” يا د پاکستان د خلکو ګوند د دې مشر په باور، د ګډو سرحدونو په اړه د دواړو هېوادونو خبرې له ترورېزم سره د مبارزې او سیمه‌ ییز امنیت لپاره ګتورې دي.

پاکستان د تېرې سې شنبې په ورځ د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې د ځینو موانعو په جوړولو پیل وکړ، خو د افغانستان حکومت د پاکستان دغه اقدام غېر عملي او بې‌ نتېجې یاد کړی.

د پاکستان حکومت تېره اوونۍ له افغانستان سره د تورخم او سپین ‎بولدک لارې چې ډېره موده ‌یې تړلې وې، بیا پرانیستلې او زرګونه افغانانو او پاکستانیانو ته‌ یې د تګ-راتګ او سوداګریزو مالونو د لېږدولو امکان برابر کړ.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو يو شمېر کارپوهان بیا وايي چې پاکستان په دې ډول خوځښتونو سره غواړي چې د ډیورنډ کرښې په شاو خوا پرتو سیمو باندې خپل حاکمیت ثابت کړي.

له ډلې فیض محمد ځلاند وايي، د تروریستانو لوی مرکزونه د پاکستان په لویو ښارونو کې دي نه په خېبر پښتونخوا او د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې.
نوموړي زیاته کړه:

“د ترورېزم سرچینې او منابع په سیالکوټ، ټيکسلا، پنډۍ، کراچۍ او لاهور کې دي نه په وزیرستان، پښتونخوا او نه هم د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې، پاکستان د پرمختګ پالیسۍ د تګلارې څخه په ګټې غواړي هغه سیمه چې نړۍ د ازادو سیمو په توګه پېژندلې خپل پوځونه ورورسوي او تر خپل حاکمیت لاندې یې راولي.”

ښاغلی ځلاند وايي، پاکستان غواړي له دې لارې ترهګرۍ ته وده ورکړي او يو لوی قوم جګړې ته وهڅوي او په قبایلي سیمو کې خپل حاکمیت ته زمینه مساعده کړي.

دی وايي، دا د افغان حکومت دنده ده چې په دې برخه کې خپل غږ پورته کړي او نړیوالو ته دا موضوع ورسوي ترڅو پاکستان له دې ډول خوځښتونو او حرکتونو چې زیان یې عام ولس ته رسېږي لاس واخلي.

راپور: محمد واصل وصال

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.