د اجرايي ريیس سلاکار وايي، عطا محمد نور رټل شوی دی

 

 

 

خپروونکی: تاند
تاند- د اجرايي ريیس لوی سلاکار وايي چې د بلخ سرپرست والي په جمعیت ګوند کې رټل شوی او یوازې پاتې شوی دی.

د عبدالله عبدالله سلاکار داوود اساس وايي چې عطا محمد نور د خپلو ضعیفو اعمالو له کبله رټل شوی او اوس ولسمشر غني هم نه غواړي چې له ده سره خبرې وکړي.

ده همداراز وویل چې د جمعیت ګوند اکثره غړي له ولسمشر محمد اشرف غني سره د عطا محمد نور د خبرو مخالف ول او دا دی اوس عطا نور بیخي یوازې پاتې شوی دی.

ښاغلي اساس همداراز وویل چې له ارګ سره د عطا محمد نور خبرې په ټپه درېدلي او نتیجه یې هم تراوسه پوري څرګنده نه ده ځکه چې عطا محمد نور یوازې پاتې شوی او جمعیت ګوند یې ملاتړ نه کوي. د ده په وینا له همدې کبله د افغانستان ولسمشر نه غواړي چې له نور سره خبرو ته دوام ورکړي.

عطا محمد نور مخکې ویلي و چې د جمعیت ګوند له لوري له ولسمشر غني سره د هیواد په مهمو پرېکړو کې د جمعیت ګوند د ونډې په اړه خبرې کوي خو د جمعیت ګوند یو شمېر مشرانو په تېره بیا د نظار شورا غړیو د عطا محمد نور مخالفت وکړ.

په عین وخت کې د عبدالله عبدالله د سلاکار له څرګندونو سره سره د عطا محمد نور پلوی او د ولسي جرګې غړی فرهاد عظیمي وايي چې له ولسمشرۍ سره د بلخ د سرپرست والي خبرې دوام لري او احتمالاً به د نهايي نتیجې سبب شي.

ښاغلي عظیمي وویل چې د بلخ سرپرست والي په کابل کې دی او ټاکل شوې ده چې د جمعیت ګوند له غړیو سره په یوه غونډه کې بې ځایه اندېښنې پای ته ورسوي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.