دي نیوز: د امریکا نوې ستراتیژي د پاکستان لپاره ښه خبر نه دی

 

تاند- پاکستان وايي، د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ بالاخره د افغانستان او سیمې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړه خو پرېکړه یې د پاکستان په ګټه نه ده.

دي نیوز پاکستانۍ ورځپاڼې نن /یکشنبه/ وویل«یقیناً د پاکستان لپاره ښه خبر نه دی ځکه چې ډېرو امریکايي رسنیو د خپلو چارواکو په قول ویلي چې امریکا به افغانستان ته ۴ زره نور سرتېري ولېږي او پر پاکستان به ټولې پوځي مرستې ودروي.»

ټرمپ پرون په خپله ټویټرپاڼه ولیکل« په کمپ دیوید کې مو له خپلو تکړه جنرالانو او پوځي مشرانو سره مهمه ورځ تېره کړه. د افغانستان په ګډون پر ګڼو مسلو پرېکړې وشوې.»

ده د پرېکړې د حرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

سپینې ماڼۍ وروسته وویل چې ژر به په دې اړه رسمي اعلان وکړي.

اکثره افغان چارواکي او شناندې وايي، تر څو چې امریکا پر پاکستان سخت فشار راونه وړي، د افغانستان جګړه به دوام وکړي ځکه چې پاکستان د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو ته پناه، روزنه، وسلې او پیسې ورکوي.

پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو د مشرانو موجودیت نه ردوي خو له طالبانو سره مالي او پوځي ملاتړ ردوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.