“دولتي ادارې او زورواکي د برېښنا د لګښتونو له پلوه لس ميليارده افغانۍ پوروړي دي”

 

 

کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٦): د برېښنا شرکت د ړې شرکت د مالي وضعيت له خرابېدو خبر ورکوي او وايي، تمويلوونکي د افغانستان د برېښنا توليد په برخه کې خپلې مرستې له ګاونډيو هېوادونو سره د ستونزو په حل پورې مشروطوي.

مشرانو جرګې نن د برېښنا شرکت مشر امان الله غالب په دغه شرکت کې د پراخ فساد، د برېښنا دوامداره پرچويانو (تګ-راتګ) او مالي وضعيت په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په موخه يادې جرګې ته وربللى و.

هغه وويل، له کلونو راهيسې د برېښنا ٨٥٠ پروژې تر کار لاندې دي، چې د څو کار يې ډېر او د ځينو يې کم پرمختللى دى. د هغه په وينا، د يادو پروژو له جملې يې د برېښنا شرکت اوسمهال په لاس کې شته امکاناتو ته په پام سره هغو پروژو ته لومړيتوب ورکوي چې اتيا سلنه بشپړه شوې دي.

هغه زياته کړه: “تمويلوونکي چمتو نه دي چې د برېښنا د توليد په برخه کې د برېښنا له شرکت سره مرسته وکړي، د برېښنا د مزي، پايې او سب سټېشنونو برخه کې مرسته کولو ته حاضر دي او که چېرې موږ د برېښنا د توليد په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړو، وايي چې لاړ شئ له خپلو ګاونډيانو سره ستونزه حل کړي.”

نوموړي ياد تمويلوونکي مشخص نه کړل او ويې ويل: “موږ هم نه پوهېږو چې لامل يې څه دى، چې تمويلوونکي نه غواړي موږ پرځان بسيا شو.”

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د هېواد اتيا سلنه برېښنا د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ايران له وارداتي برېښنا تمويليږي.

خو د غالب په وينا، د برېښنا شرکت د برېښنا د توليد پر يو شمېر کوچنيو پروژو جوړولو په ځانګړي ډول لمريزو سرچينو کار پيل کړى، چې په بشپړېدو سره به يې په کابل کې اوسنۍ ستونزه يو څه حل شي.

نوموړي د ياد شرکت مالي وضعيت ته په اشارې سره وويل: “د نړيوال بانک د راپور پر بنسټ، که چېرې په ياد شرکت کې اصلاحات رامنځته نه شي، د ياد شرکت له پوروړو پيسې راټولې نه شي او ماليې وزارت له ګټې اخيستو لاس وانخلي، نو ٢٠١٨ کال کې به د برېښنا شرکت بن کرپټ شي (له ناوړه مالي وضعيت سره به مخ شي).”

د غالب په وينا، دغه موضوع يې د حکومت له مشرتابه سره هم شريکه کړې او په دې اړه يې د ځانګړي اقتصادې ناستې غوښتنه کړې ده.

هغه زياته کړه، اوسمهال د شرکت مالي وضعيت له داسې حالت سره مخ دى، چې نه يې زيان شته او نه هم ګټه.

د برېښنا شرکت مشر زياته کړه: “د پروژو د تمويل لپاره (د تمويلوونکو له لوري) چې هر څومره پيسې ورکړل شي، دغه اندازه پيسې وړيا دي او له ګټې اخيستو پرته ورکول کېږي، خو د ماليې وزارت له شرکت ګټه اخلي. له ولسمشر او تاسو هيله کوو، څو له هغو پيسو ګټه وانخيستل شي چې د پروژو د تمويلولو په موخه ورکول کېږي، ځکه دغه شرکت يو دولتي شرکت دى.”

د نوموړي په وينا، د برېښنا شرکت د کال له پيل څخه تر ٢٠١٨ زېږديز کال پورې په دې مکلف شوى، چې د مرسته شوو پيسو پر قسط ورکړې سربېره، ماليې وزارت ته يوه سلنه ګټه هم ورکړي چې دا ډول وضعيت به شرکت له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي.

غالب وويل، موجوده برېښنا اوسنۍ شته اړتياوې نه شي پوره کولى.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، د وارداتي برېښنا په اندازه کې هيڅ ډول بدلونونه نه دي تر سترګو شوي، خو بيا هم هره ورځ د کابل اوسېدونکو ته له ٢٥٠ تر ٣٠٠ برېښنايي ميترونه وېشل کېږي.

هغه ژمنه وکړه، تر خپله وسه پورې به هلې ځلې وکړي، څو د کابل برېښنا پرچاوۍ ستونزه هواره کړي او په پرچوي کې توازن په پام کې ونيسي.

د کابل اوسېدونکي اوسمهال په نوبتي ډول په ٢٤ ساعتونو کې ١٢ ساعته برېښنا لري، خو داسې شکايتونه هم اورېدل کېږي چې د ښار په يو شمېر سيمو کې د پرچاوۍ اندازه ډېره کمه وي.

غالب وويل، کابل کې له تېرو دوو اونيو راهيسې له حرارتي برېښنا ګټه پورته کول هم پيل شوي او هلې ځلې کوي، څو هغه حرارتي جنراتورونه چې اوسمهال هره ورځ پنځه ساعته فعاليت کوي، ١٢ ساعتونو ته خپل فعاليت لوړ کړي.

هغه زياته کړه، اوسمهال برېښنا شرکت ته يو کيلوواټ برېښنا ٢٤ افغانۍ لوېږي او ياد شرکت د حکومت له مشرتابه هيله کړې، څو په دغه برخه کې له شرکت سره مرسته وکړي، ځکه ياد شرکت کابل کې يو کيلوواټ برېښنا ٧ افغانۍ پلوري.

غالب له شرکت څخه د پوروړو کسانو کسانو ته په اشارې سره وويل: “د ٢٠١ کسانو” د نوملړ پر بنسټ، دولتي ادارې، زورواکي، او چارواکي لس ميليارده افغانۍ پوروړوي دي، چې له دې جملې يې څلور ميليارده دولتي ادارو پسې دي.”

د مشرانو جرګې غړو له غالب وغوښتل، څو د پوروړو کسانو نوملړ د يادې ادارې په واک کې ورکړي، خو هغه وويل، چې ياده ستونزه په مطبوعاتي کولو سره نه حليږي او که چېرې څوک د ياد نوملړ ډېره غوښتنه کوي، نو پژواک خبري اژانس ته دې رجوع وکړي او د يادې موضوع په اړه به نوملړ ته لاسرسى ومومي.

د پژواک د راپور پر بنسټ، د برېښنا شرکت چارواکو د ١٣٩٥ لمريز کال په تله مياشت کې د ياد شرکت د ٧٣ پوروړو نوملړ چې په کابل پورې اړونديږي؛ له رسنيو سره شريک کړى. له يادې ډلې يې د ولسمشر لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم له برېښنا شرکت څخه د ٣٦ ميليون افغانيو د پور تر ټولو ستر پوروړى دى.

د برېښنا شرکت وياند وحيد توحيدي هغه مهال ويلي و، چې دولتي بنسټونه له ياد شرکت څخه يو ميليارد او ٦٠٠ ميليون افغانۍ او ځينې دولتي او غيردولتي چارواکي يو ميليارد او ٧٠٠ ميليون افغانۍ پوروړي دى.

غالب د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “د مزي په پرې کولو سره ستونزه نه حليږي، څو ځلې موږ پرې کړل، خو زورواکو بيرته ونښلول، د ٢٠١ کسانو نوملړ جوړ شوى او دوو کمېټو ته دنده سپارل شوې، چې په دې اړه يې له هر يوه سره خبرې وکړي؛ څو د پيسو ورکړې ته حاضر شي.”

د برېښنا شرکت مشر له اداري فساد سره د مبارزې او ارزونې او څار ګډې خپلواکې کمېټې راپور ته په اشارې سره وويل، دغه راپور له واقعيت څخه لرې دى او تر اوسه پورې يادې کمېټې په دغه اړه جزئياتو وړاندې کولو ته نه ده چمتو شوې.

له اداري فساد سره د مبارزې او ارزونې پر څار ګډې خپلواکې کمېټې تېره اونۍ د يوې څېړنې پر بنسټ اعلان کړى، چې په برېښنا شرکت کې پراخه فساد موجود دى او دا لړۍ لا دوام لري.

سرچينې وويل، له ١٣٨٢ لمريز کال (٢٠٠٢ زېږديز کال) راهيسې هېواد کې د انرژۍ له برخې سره ٢٢٠ ميليارده افغانۍ مرسته شوې ده، چې برېښنا شرکت يې له دې جملې ١٢،٥ ميليارده افغانۍ ترلاسه کړې او هغه د خپلې شتمنۍ برخه بولي، ان تر دې چې ميلياردونه پيسې ورکې دي او په اړه يې ځواب ويلو ته چمتو نه دي.

غالب زياته کړه، پخوا او اوس ٧٠ سلنه مرستې په مستقيم ډول د بهرنيانو له لوري ورکړل شوې او برېښنا شرکت په کې هيڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې.

د غالب په وينا، اوسمهال بهرنيان هم د برېښنا يو شمېر پروژې تمويلوي، چې دغه شرکت يې يواځې له عملي کېدو د څارنې واک لري.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې کندوز او هلمند کې وسله وال طالبان د برېښنا د لګښتونو پيسې راټولوي، د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل: “له بده مرغه موږ د پنځو ولايتونو په څو سيمو کې د برېښنا د لګښتونو پيسې نه شو راټولولى.”

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.