تاند- جنرال دوستم په کابل کې د خپل ملي اسلامي غورځنګ له غړیو سره په یوه غونډه کې وویل چې د ولسمشرۍ له ماڼۍ سره د خپلو اړیکو د بېرته ښه کېدو غوښتونکی دی.
د ایران تسنیم خبري اژانس نن /دوشنبه/ وویل، د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال ته یوې نژدې سرچینې ورته ویلي چې جنرال دوستم له ارګ سره د خپل ګوند د وروستي کړکېچ په اړه د جنبش له غړیو سره خبرې اترې وکړې.
ښاغلي دوستم په دې غونډه کې وویل چې له ولسمشرۍ سره د اړیکو د ترمیم کېدو غوښتونکی دی.
څو اوونۍ وړاندې د جنرال دوستم ویندوی بشیر احمد ته اینج ویلي و، تر څو چې اشرف غني د لومړي مرستیال غوښتنې ونه مني، جنرال دوستم به نه کابل ته بېرته لاړ شي او نه به له ولسمشر سره وویني.
ده ویلي و چې د اساسي قانون تعدیل، د لویې جرګې دایرېدا، له ریاستي په صدارتي د نظام بدلېدا او د واک عادلانه وېش د ولسمشر د لومړي مرستیال اصلي او مهمې غوښتنې دي.
خو بې له دې چې د ښاغلي دوستم کومه غوښتنه پوره شي، نوموړی د ایشچي د قضیې له کبله د فشار په نتیجه کې کابل ته لاړ او داسي ښکاري چې له خپلو عوښتنو تېر دی او اوس په خپله له ولسمشره غواړي چې له ده سره وویني.
د افغانستان لویې څارنوالۍ په وروستیو اوونیو کې جنرال دوستم د ایشچي د قضیې په تړاو جلب کړ خو د نوموړي ویندوی د لویې څارنوالي د جلب حکم د قانون خلاف وباله.
په اساسي قانون کې د څارنوالۍ له لوري د مرستیال ولسمشر د احضارولو په اړه وضاحت نشته.
نظرات بسته شده است.