دوحه کې د سولې دوهم پړاو خبرو ته چمتوالی؛ “تمه ده ژر به پیل شي”

دآزادیراډیو

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې دوهم پړاو خبرو پېلېدو ته چمتوالی روان دی.

د افغانستان دولت مرکچي پلاوی تېره ورځ د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېد او ټاکل شوې چې ډېر ژر به دوهم پړاو بین الافغاني خبرې پيل شي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د افغانستان د دولت پلاوي خبرو ته د چمتوالي لپاره خپل منځي ناستې پيل کړي.

ددې وزارت ویاندې ناجیې انوري زیاته کړه: “د افغانستان د دولت مذاکراتي پلاوي نن خپل منځي بحثونه پيل کړي، زموږ ټیم د مجلسونو په پلان او طرحه باندې کار کوي، څو هر څه ژر د دواړو خواوو مجلسونه پيل شي، د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکراتي ټیم د ګډو مجلسونو د پيلولو په خاطر بشپړ چمتوالی لري.”
له شااوخوا درې میاشتو اوږدو بحثونو وروسته شل ورځې وړاندې د افغانستان د دولت او د طالبانو مذاکراتي پلاوو د سولې د خبرو په کړن لاره هوکړه وکړه.

دواړه لورو یو بل ته خپلې پیشنهادي اجنډاوې وسپارلې او پریکړه وشوه چې یو بل ته سپارل شوېو اجنډاو په اړه به له خپلو مشرانو سره بحثونه او سلا مشوري.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د خبرو د دوهم پړاو د پیل په اړه د طالبانو نظر هم له ځان سره ولري، خو تر دې دمه دوی په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دا مهال په کابل کې دی او له افغان چارواکو او سیاستوالو سره په خبرو بوخت دی.

ښاغلي خلیلزاد تېره ورځ د ملي مصالحې د عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره کتلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د لیدو کتو په لړ کې تېره ورځ ناوخت زلمي خلیلزاد له بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، د ملي امنیت له سلا کار حمدالله محیب او له نور چارواکو سره هم کتلي.

ټاکل شوې چې ښاغلی خلیلزاد د کابل له سفر وروسته ترکمنستان او بیا د قطر پلازمېنه دوحې ته ولاړ شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.