دفاع وزارت: ګاونډي هېوادونه دې د ترهګرو پرضد خپل ټول توان وکاروي

 

دآزادیراډیو

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ترورېزم ضد جګړه کې له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو غواړي چې صادقانه عمل وکړي او د ترهګرو پرضد خپل ټول توان وکاروي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که د ترورېزم پرضد جګړه کې ګاونډي هېوادونه دوه مخي عمل ونه‎کړي نو په سیمه کې به د ده په خبره سراسري سوله ټینګه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان پوځ په دغه هېواد کې د ترهګرو پرضد د “رد الفساد” په نوم د نویو پوځي عملیاتو د پيلېدو خبر ورکړ.

دا چې دا عملیات به په پاکستان، افغانستان او سیمه کوم مثبت اغېز ولري کنه؟
محمد رادمنش يې په اړه وايي:

“دا وخت ته اړتیا لري چې وګورو چې تأثیرات يې په سیمه یا د پاکستان او افغانستان ترمنځ په فرضي کرښه د امنیت لامل ګرځي که د بې امنیتی؟ نو موږ باید انتظار وباسو چې وګورو پایله يې څه ډول ارزول کېږي.”

د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي د دې هېواد، هوایي، سمندري، ملېشه او نور ټول امنیتي ځواکونه به یې د “رد الفساد” په نوم عملیاتو کې برخه واخلي څو په دغه هېواد کې د ترهګرو ځالې له‌ منځه یوسي.

د پاکستان پوځ خپل هېواد کې د “رد الفساد” په نوم عملیات اعلان کړل

پاکستان وروسته له هغې د پوځي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي چې په وروستیو کې د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې د ترهګریزو بریدونو له کبله له سلو ډېرکسان ووژل شول او په سلګونه نور ټپیان شول.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې ځينې غړي بیا وايي چې پاکستان باید خپل دغه نوي پوځي عملیات له افغانستان سره په همغږۍ ترسره کړي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي صالح محمد صالح ازادي راډیو ته وویل، که پاکستان له زړه غواړي چې ترهګر له منځه یوسي دواړو هېوادونو ته به يې ډېره ګټه ورسېږي.

نوموړی وايي:

“که دغه عملیات له افغانستان سره په همغږۍ ترسره شي، نو هغه ستونزې چې افغانستان ورسره مخامخ دی او هغه دوی سره شریک شي او هغوی واقعاً له زړه نه وغواړي چې دا عملیات وکړي نو د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو خېر په‎کې دی، تشریفاتي عملیات نه د پاکستان په خېر دي نه د افغانستان په خیر دي پاکستان ته پکار ده چې د زړه له کومې دغه عملیات ترسره کړي او هم يې نړیوالو ته لاس ته راوړنه وښيي او هم يې د افغانستان او پاکستان ولسونو ته.”

بل لورته بیا یو شمېر افغان پوځي کارپوهان د ترهګرو په وړاندې د پاکستان هر ډول عملیات سیاسي لوبه ګڼي او وايي چې دغه هېواد له دې مخکې هم ضرب عضب او داسې نور پوځي عملیات ترسره کړي خو پایله یې سمه نه‎وه.

افغان پوځي کارپوه محمد یوسف همت ازادي راډیو ته وویل، پاکستان تل د دغسې نمایشي پوځي عملیاتو په وسیله له نړۍ څخه امکانات ترلاسه کړي او په نتیجه کې يې یوازې هغه ترهګر ځپلي چې د ده په خبره یوازې پاکستان ته خطر وو.

راپور : اکرام الله اکرام

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.