دفاع وزارت: پاکستان کې ترورېستان د افغانستان ثبات ته خنډ دي، باید وځپل شي
دآزادی راډیو
د افغانستان دفاع وزارت وايي، که پاکستان د ترورېستانو له ملاتړه لاس په سر نهشي له هرې ممکنې لارې په دغه هېواد کې د ترورېستانو د پټنځایونو له هدف ګرځولو ملاتړ کوي او همدارنګه پاکستان د ترهګرو د ځپلو لپاره هېڅ کار نهدی کړی.
دا خبره د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وکړه.
هغه وویل، په پاکستان کې د ترورېستانو امن پټنځایونه د افغانستان د ثبات لوی خنډ دي او باید وځپل شي.
نوموړی وايي:
“که پاکستان بالاخره د ترورېستانو له ملاتړه لاس وانهخلي زموږ په باور بله لار نهشته، بې له دې چې نړیواله ټولنه او په خپله امریکا متحده ایالات په پاکستان فشار راوړي او له هرې ممکنې لارې د ترورېستانو مرکزونه وتړي.”
په دې وروستیو کې د جنوبي اسیا لپاره د واشنګټن د وېلسون انسټټیوټ مشر څېړندوی مایکل کوګلمن د پاکستان “دې نیوز” ورځپاڼې ته ویلي:
“د ټرمپ اداره کېدای شي په راتلونکو میاشتو کې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په مشخصو ځایونو باندې د بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړي.”
هغه دا هم ویلي، لکه څنګه چې د طالبانو مخکېنی مشر ملا منصور په بلوچستان کې د بېپیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو، ورته حملې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم کېدای شي.
کوګلمن د دې احتمالي بریدونو سبب د امریکا د غوښتنو د پوره کولو په برخه کې د پاکستان پاتې راتلل په ګوته کوي.
د جنوبي اسیا لپاره د واشنګټن د وېلسون انسټیټوټ مشر څېړندوی مایکل کوګلمن
د جنوبي اسیا لپاره د واشنګټن د وېلسون انسټیټوټ مشر څېړندوی مایکل کوګلمن
پاکستان وروسته له هغه له امریکا سره حساس شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ګواښ وکړ، که پاکستان د ترورېستانو پټنځایونه نهځپي امریکا خپله اقدام کوي.
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي، د امریکا حکومت تهیې واضح کړې چې که د پاکستان له خپلواکۍ سرغړونه وکړي، ځوابیې ورکوي او که امریکا ته د ترهګرو پټنځایونه معلوم وي نو پاکستان ته دې ووایي، څو دا هېواد یې لهمنځه یوسي.
په اګسټ میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د پالېسۍ له اعلان سره سم ولسمشر ډونالد ټرمپ او ورپسې نورو لوړپوړو چارواکو له پاکستان څخه وغوښتل چې د ترورېستانو له ملاتړ او هغوی ته له پناه ورکولو ډډه وکړي.
د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
0:01:09
0:00:00/0:01:09
▶
د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال وزیري وايي، د پاکستان دریځ نهدی بدل شوی او داسې کومې نښې نهدي لیدل شوي چې پاکستان دې ترورېستان هدف ګرځولي وي.
وزیري زیاته کړه:
“تر اوسه پورې عملاً داسې کوم کار نهدی لیدل شوی چې د حقاني ډله، طالبانو ډله یا نورې ترورېستي ډلې په پاکستان کې ځپل شوې وي او یا له پاکستانه شړل شوې وي یا هغوی «د پاکستان حکومت» کوم څوک بندي کړې وي.”
تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار وکړ چې دښمن لا هم د پاکستان له امن پټنځایونو فعالیت کوي، خو هیله ده چې دا هېواد په څو میاشتو کې خپل دریځ بدل کړي.
راپور: صفيالله ستانکزی
نظرات بسته شده است.