دفاع وزارت: وسله وال هڅه کوي په ځينو سیمو کې ګواښونه رامنځته کړي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان دفاع وزارت په ځينو ولایتونو کې د ګواښونو د ډېرېدو خبره کوي.

په داسې حال کې چې له وسله والو طالبانو سره په نږدې راتلونکي کې د سولې د خبرو پیلېدو ته هیلې ډېرې شوي، د افغانستان دفاع وزارت وايي، له وسله والو مخالفینو سره جګړو زور موندلی دی.

د یاد وزارت د ویاندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې وسله وال هڅه کوي په ځينو سیمو کې ګواښونه رامنځته کړي.

خو دی وايي، افغان ځواکونو د مخالفینو محاربوي پلانونه مهار کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:
“دوی هڅه کوي چې په ځينو سیمو کې ګواښونه رامنځته کړي، انتخاباتي مرکزونو او ښوونځيو ته یې ګواښونه کړي او هڅه کوي چې لا يې ډېر کړي خو افغان ځواکونو د دوی پر وړاندې اغېزمن عملیات پیل کړي چې لاسته راوړنې هم لري​”

د ښاغلي رادمنش په خبره په تخار، ارزګان، فاریاب، جوزجان، هلمند، قندهار، غزني او ننګرهار ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ جګړه روانه ده.

دی وايي، له دې جګړو سره د افغانستان ۳۰ ولسوالۍ له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي او ۱۱ ولسوالۍ بیا په بشپړ ډول د د وسله والو مخالفینو په واک کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا د تېرې پنجشنبې په شپه وسله والو طالبانو د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې څلور کلي نیولي دي.

د بلخ د ولایتي شورا رئیس افضل حدید ویلي، وسله وال طالبان دا وخت د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ ته نېږدې شوي دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې دوه اونۍ وړاندې د تخار په چاه اب ولسوالۍ او د فیض اباد اړوند په دوو سیمو کې د وسله وال مخالفینو په تهاجمي حملو کې ۱۴ سرحدي پولیس ووژل شول.

له دې وړاندې د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې ځینې پوستې د ټولو امکاناتو سره د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې.

د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان له دې ډلې میرزا محمد یارمند وايي، خلاصې پولې او په پاکستان کې د جلب او جذب فعاله مرکزونه د وسله والو مخالفینو د حملو د ډېرېدو لامل ګرځېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه:
“زموږ ټولې پولې خلاصې دي او په پاکستان کې د جلب او جذب مرکزونه فعاله دي، د تروریستي زده کړو مرکزونه فعاله دي، په هېواد کې د ننه سیاسي اختلافونه، غیر مسوله وسله والې ډلې او د مخدره موادو قاچاق کونکو ټولو لاس سره ورکړی او په هېواد کې د جګړې د پراخېدو لامل ګرځېدلې دي​”

دی د رهبرۍ په بدلولو او د جنګ پر مدیریت ټینګار کوي، وايي چې د وسله والو مخالفینو د چریکي حملو پر وړاندې منظم جنګ نه دی په کار، نو ځکه باید ګواښونو او د دښمن نظامي مېتود ته په کتو افغان ځواکونو ته داسې پوځي او چریکي زده کړې ورکړل شي چې جنګ مهار کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.