دفاع وزارت: د جګړې د خصوصي کېدو پرېکړه حکومت کړی شي، خو افغان ځواکونه د دفاع توان لري

دآزادی راډیو

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغان جګړې د خصوصي کېدو په اړه پرېکړه افغان حکومت کولای شي، خو افغان ځواکونه له خپلې خاورې د دفاع توان لري.

د افغانستان دفاع وزارت د هغو راپورونو په اړه چې ګوندې په امریکا کې د افغان جګړې د خصوصي کېدو په تړاو علاقمندي زیاته شوې او وايي چې په دې اړه پرېکړه حکومت کولای شي.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه له خپلې خاورې د دفاع توان لري.
دی وایي:

“د جګړې د خصوصي کېدو په اړه پرېکړه زموږ ولسمشر او نور سیاسي مشران کولای شي، خو تر دې دمه د جګړې ټول مدیریت افغان ځواکونو کړی دی.”

دا په داسې حال کې ده چې امریکا غږ د ځینو امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې خصوصي شرکتونو ته د افغان جګړې د مسؤلیت سپارولو په اړه د ولسمشر ټرمپ علاقمندي زیاته شوې ده.

تراوسه کومې خپلواکې سرچینې دغه موضوع نه ده تأييد کړې، خو تر دې وړاندې د امریکايي امنیتي کمپڼۍ بلک واټر بنسټګر اریک پرینس ویلي وو چې د افغان جګړې د خصوصي کېدو په اړه یې له ولسمشر ټرمپ سره خبرې کړې دي.

څه موده مخکې بريتانوۍ ورځپاڼې فایننشل ټایمز هم په یوه راپور کې لیکي وو چې د خصوصي امنیتي کمپنۍ بلک واټر بنسټګر اریک پرنس د افغانستان لپاره د یوه غیر دولتي پوځي ځواک د جوړولو وړاندیز کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پرنس د دوه کلن پروګرام له مخې به د افغانستان په جګړه کې څه کم پنځه زره سرتېري او شااوخوا سل الوتکې د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې کارول کېږي چې په دې ترتیب به په افغان جګړه کې د امریکا کلنی لګښت له لس ملیاردو ډالرو هم کم وي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا په افغانستان کې د جګړې له خصوصي کېدو سره جدي مخالفت ښيي.
د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست وایي:

“موږ هېڅ چاته اجازه نه ورکوو او افغانستان د دې خاوره نه ده چې هر څوک دې راشي او خپل تمرین دې پکې وکړي، بلکې موږ د جګړې د خصوصي کېدو سخت مخالف یوو.”

د ښاغلي ځاځي په خبره، د امریکا محتده ایالاتو ته پکار ده چې په افغانستان کې د جګړې د خصوصي کېدو پرځای افغان ځواکونه پیاوړي او په دغه هېواد کې د یوې دایمي سولې او ثبات د تینګښت په هدف خپلې هڅې تېزې کړي دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.