دفاع وزارت: د تورې بوړې سیمه په بشپړ ډول له داعشه پاکه شوه

 

دآزادی راډیو

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د تورې بوړې سیمه د داعش ډلې له جنګیالیو څخه پاکه شوې ده.

د دفاع وزارت ویاند وايي چې په دې پوځي عملیاتو کې داعش ډلې ته سخت تلفات اوښتي دي.

جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې پچیر اګام او چپرهار ولسوالۍ په بشپړ ډول تصفیه شوي او دولتي ځواکونه د سلېمانخېلو تنګي په سیمه کې دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې افغان ځواکونه د داعش ډلې د وسله‎والو د احتمالي ماینونو له کبله په احتیاط سره پرمخ ځي.

وزیري وايي:

“زموږ ځواکونه د سلېمانخېلو په تنګي کې دي او د تورې بوړې شاوخوا سیمې یې محاصره کړي او اوس مهال هلته جګړه نشته. داعشیان له سیمې وتلي او ډېر تلفات ور اوښتي دي، اته کسان یې وژل شوي او شپږ یې ټپیان دي. دوی خپلې وسلې او مهمات هلته پریښي او له سیمې وتلي خو زموږ قوتونه په خورا احتیاط سره پرمخ ځي چې هلته ماینونه او چاودیدونکي مواد نه وي ځای پرځای شوي.”

ښاغلي وزیري د هغو تدابیرو په اړه هم خبرې وکړې چې د سیمې د ساتنې لپاره نیول شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه چې د دې تدابیر په اړه له امنیتي ارګانونو او د سیمې له اوسیدونکو سلا مشورې شوې دي.
نوموړی وايي:

“د ملي امنیت له عمومي ریاست او د کورنیو چارو له وزارت سره تر سلا مشورو وروسته سیمه ییزو پولیسو، ځايي اوسیدونکو او پاڅون‎والو چمتووالی ښودلی چې دا سیمه وساتي. دفاع وزارت هم د هغو د عملیاتو ملاتړ کوي او هېڅ ډول ستونزه نشته.”

د داعش ډلې وسله‎والو د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د تورې بوړې پر ستراتیژیکه سیمه ولکه ټینګه کړه.

سرچينه:داعش وسله واله ډله د ننګرهار تورې بوړې ته رسېدلې

توره بوړه کې دا ځل د سپین بیرغ پر ځای د تورې جنډې ګواښونه

قدیر: توره بوړه به له داعشه ژر تصفیه او راتلونکی کنفرانس به دغلته وي

توره بوړه د طالبانو د رژیم د پرځولو لپاره د امریکايي ځواکونو د عملیاتو په پیل کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن پټن‎ځای و.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر د بیان له مخې د تورې بوړې د تصفیې په عملیاتو کې افغان کومانډو او ځانګړو ځواکونو او د ملي امنیت، سرحدي پولیسو او سیمه ییزو پولیسو سرتېرو برخه درلوده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.