درانی: میوند کې د طالبانو ۳ قوماندانو په ګډون ۲۷ وسله‌وال وژل شوي

 

 

دآزادی راډیو
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په مخامخ نښته کې د درېیو طالب قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور پیان شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وروسته تر هغه چې وسله والو د میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله وکړه د ولسوالۍ د امنیه قوماندان سلطان محمد په مشرۍ امنیتي ځواکونو د وسله والو سره جګړه وکړه چې د جمعې ورځې تر ناوخته يې دوام وکړ.

د دراني په وینا په دغه جګړه کې د طالبانو د درېیو سرګروپونو په شمول ۲۷ وسله وال ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.

درانی وايي، په دغه جګړه کې ۱۶ پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې د مړو او ټپیانو دقیق ارقام تر اوسه نه دي معلوم.
نوموړي زیاته کړه:

“د طالبانو د درېیو سرګروپونو په شمول ۲۷ وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي زموږ ۱۶ امنیتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.”

بلخوا په سیمه کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې په دغه جګړه کې ۱۶ پولیس وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.

د سرچنې په وینا وسله والو په دغه جګړه کې د لیزري وسلو څخه استفاده کړې.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې حملې په اړه تبصره نه ده کړې.

دا په تېرو دو ورځو کې په میوند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو دوهمه حمله ده.

دوې ورځې مخکي وسله والو طالبانو د میوند ولسوالۍ په شلغمي سیمه کي د یوې امنیتي پوستې شپږ پولیس وژلي وو.

وسله والو طالبانو ر سنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې دغه نښته کې د ځینو امنیتي پوستو د نیولو او یو شمېر سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

راپور: محمدصادق رښتینی

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.