دانفورډ وايي تر هغو چې بلواګر نه وي ختم شوي امریکا باید په افغانستان کې پاتې وي

 

تاند- د امریکا د پوځ لوی درستیز وايي، د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې تر هغو د تروریستي ضد ځواکونو ساتلو ته اړتیا لري چې په دې هیواد کې بلواګر موجود وي.

جنرال جوزیف ډانفورډ دا خبره نن /چهارشنبه/ د کانګریس د سوال او ځواب غونډې ته وکړه.

ده وویل«فکر کوم موږ ته پکار ده چې تر هغو په افغانستان کې تروریستي ضد حضور ته دوام ورکړو چې په دې هیواد کې بلواګري دوام لري.»

ډانفورد دا څرګندونې په داسې ورځ وکړې چې وسله والو طالبانو په کابل کې پر کاونټرپارټ امریکايي موسسې برید وکړ او لږترلږه ۵ تنه یې ووژل.

امریکا حاضردمه له طالبانو سره په قطر کې په خبرو بوخته ده او طالبان ادعا کوي چې له امریکایانو سره په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو او له افغانستانه د نورو هیوادونو پر ضد د تروریستي بریدونو د نه کېدو په برخو کې موافقې ته نژدې شوي دي خو د ډانفورد خبرې ښيي چې امریکا په لنډ وخت کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو په فکر کې نه ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.