دانش: د انتخاباتي کمېسیونونو د کار له امله د حکومت حیثیت تر پوښتنې لاندې دی

دآزادی راډیو

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو د کار د څرنګوالي له امله د حکومت حیثیت او اعتبار تر پوښتنې لاندې راغلی دی.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال د دغه هېواد انتخاباتي کمېسیونونه یو له هغو بنسټونو بولي چې په وینا يې، نه یوازې خپله وظیفه يې په ښه شان نه ده تر سره کړې، بلکې د خلکو په حق کې یې هم جفا کړې ده.

سرور دانش د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتیجو ځنډ ته په اشارې وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو د کار په اړه د حکومت او خلکو حیثیت او اعتبار تر پوښتنې لاندې راغلی دی.

ښاغلي دانش چې د یکشنبې په ورځ يې د حقوقي مرستو ملي ګنګرې ته خبرې کولې، ستونزو ته په کتو یې ټينګار وکړ چې د ملي وحدت حکومت مکلف دی تر څو د خلکو د حقونو د پایمالېدو د مخنیوي په هدف، په دې برخه کې هراړخیز اصلاحات تر سره کړي.
ده وویل:

“انتخاباتي کمېسیونونه باید پوه شي چې د خلکو د صبر کاسه ډکه شوې او تر دې زیات نشي کولای چې د کمېسیونونو کمزورۍ وزغمي، اوس د ملي وحدت د حکومت مکلفیت دا دی چې هراړخیز اصلاحات تر لاس لاندې ونیسي او نور د خلکو د حقونو د پایمالېدو مخنیوی وکړي.”

نوموړي وویل، که چېرې په دې اړه اقدامات تر سره نشي، د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو نتیجې به له تېرو پارلماني انتخاباتو هم بدې وي.

ښاغلي دانش که څه هم د ممکنه اقداماتو په اړه څه ونه ویل، خو له دې وړاندې ځينو سرچینو ازادي راډيو ته ویلي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتیجو له اعلان سره به په کمېسیونونو کې هم لازم بدلونه رامنځته شي.

​د امریکا سفارت هم وړمه ورځ د يوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې تخنیکي ستونزې وې، نو ځکه په انتخاباتي بنسټونو کې د جدي اصلاحاتو راوستل لازمي دي

دا انتقادونه له هغې وروسته مخ په ډېرېدو دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نه دی توانېدلی چې له نېږدې درې میاشتې انتظار وروسته هم د ولسي جرګې نتیجې اعلان کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا پر دغه بنسټ د انتقادونو په غبرګون کې وايي، سیاسیون باید د انتقادونو له لارې هڅه ونه کړي چې سیاسي فشار راوړي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات ازادي راډيو ته وویل
​”د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټوله هڅه دا ده چې حق حقدار ته ورسوي او که څو ورځې ځنډ راځي، دا د خلکو په خیر ګڼو، خو زمونږ غوښتنه له ټولو سیاسیونو دا ده چې دوی باید د انتخاباتو د کمېسیون خپلواکۍ ته احترام وکړي او په ورته وخت کې دوی په کمېسیون باندې د دې لپاره سیاسي فشار رانه وړي چې خپلو اهدافو ته پکې ځان ورسوي او یا خپل شخصي موضوعات وپالي.”

خو ښاغلي سادات له پوښتنې سره هم دا مشخصه نه کړه چې څوک د سیاسي فشار له لارې هڅه کوي چې په کمېسیون خپلې غوښتنې ومني.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.