دانشیار: د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق افغان اقتصاد ته ستر زيان اړولی

 

دآزادی راډیو

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې د ملي بسیج په اوونۍ کې يې عامه پوهاوي ته زیاته پاملرنه کړې ده.

دوی وايي، دا کار يې د دې لپاره کړی چې د نشه‎يي موادو زيان تر ډېره حده د افغانستان خلکو ته متوجه دی.

د ملي بسیج پروګرام د نورو وزارتونو او مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د ۳۴ ولایتي ریاستونو په مرسته د سرطان میاشتې له ۱۸ مې نېټې نه پیل او د همدې میاشتې پر ۲۵ مه پای ته ورسېد.

د دې کمپاين په بهير کې خلکو ته د مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاقو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې ۷ ورځو کې هڅه شوې چې د مخدره موادو د کښت، تولید، قاچاق او له دې سره تړلي امنیتي تهدیدونو او اقتصادي زیانونو په اړه خلکو ته ضروري پوهاوی ورکړل شي.
دی وايي:

“دې ته زیاته پاملرنه شوې چې موږ خلک متوجه کړو چې د مخدره موادو زیانونه لومړی خپله د افغانستان خلکو ته متوجه دي. مخدره موادو ته اسانه لاسرسی او د مخدره موادو عواید د نا امنۍ ستر عوامل دي. د دې بر عکس چې خلک فکر کوي، د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق د افغانستان اقتصاد ته ستر زيان اړولی دی.”

د جمهور رئيس دویم مرستیال سرور دانش تېره اوونۍ د یکشنبې په ورځ د مخدره موادو سره د مبارزې د ملي بسیج اوونۍ په مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل، مخدره موادو د افغانستان حیثیت او اعتبار زیانمن کړی دی، د ده په وینا مخدره مواد د تپل شوې جګړې او ترورېزم مالي سرچينه ده.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت مخدره مواد یوه سیمه‎ییزه ستونزه ګڼي، د دې وزارت ویاند وايي، په افغانستان کې دننه د مخدره موادو د کښت تقاضا کمه شوې، خو دا مواد په سلو کې ۹۸ د مافيايي ډلو له‎خوا د ګاونډیو هېوادونو له لارې اروپا ته قاچاقېږي.

له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي د مخدره موادو د کښت د مخنیوي او قاچاق وړونکو نیولو په برخه کې د خلکو مرسته مهمه ګڼي او وايي چې د خلکو د عامه پوهاوي په نتيجه کې په کال کې په سلګونو واړه او لوی قاچاق وړونکي نیول کېږي.
ښاغلي کاظمي زیاته کړه:

“د ملي بسیج په اوونۍ کې د نیول شویو قاچاق وړونکو کچه دوه برابره لوړه وه. موږ په کال کې د ۱۱۹ موبايل شمېرې په مرسته سلګونه قاچاق وړونکي نیولي دي. دا په حقیقت کې له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو سره د خلکو د مرستې او باور مانا لري.”

په مشرانو جرګه کې له مخدره موادو سره د مبارزې کمېسیون دا مهال له مخدره موادو سره د اغېزمنې مبارزې لپاره د مخدره موادو د قانون پر تعدیل کار کوي.

د دې کمېسیون يوه غړي محمد هاشم الکوزي ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د مخدره موادو وزارت د عامه پوهاوي کمپاین کلیوالو سیمو ته وغځوي، ځکه د مخدره موادو کښت او تولید هلته تر سره کېږي.
ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

“زموږ غوښتنه له مخدره موادو وزارت څخه دا ده چې له مخدره موادو سره د مبارزې کمپاین هغو ولایتونو ته وغځوي چې هلته په زیاته پیمانه مخدره مواد کرل کېږي او زیان یې هم بزرګرانو او ځوانانو ته رسېږي. ترڅو له یوې خوا د امن فضا را منځته شي او له بله پلوه خپل ځوانان وژغورو.”

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت لومړني معلومات ښيي چې د۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتوکې د تېر کال په پرتله د کوکنارو په کښت کې زیاتوالی راغلی دی.

د مشرانو جرګې غړی محمد هاشم الکوزی د کوکنارو د کښت او استعمال د مخنيوي لپاره په هغو سيمو کې د عامه پوهاوي پر پروګرامونو ټينګار کوي چې هلته کوکنار کرل کېږي.

راپور: مرسلين ارسلا

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.