داعش ننګرهار کې ۱۳ تنه علما برمته کړي
دآزادی راډیو
داعش وسله والو د ننګرهار په هسکې مينې ولسوالۍکې دیارلس تنه علما برمته کړي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، داعش وسلهوالو په هسکې مينې ولسوالۍ کې ۱۳ تنه ديني علماء له ځانه سره بيولي دي.
د ولایت ویاند عطالله خوګيآڼی وايي، د یکشنبې په ورځ شاوخوا نهه بجې د هسکې مينې ولسوالۍ د شپولې سیمې اړوند د مشرملا صیب په مدرسه کې ازموينه اخېستل کېده چې داعش وسلهوالو ۱۳ تنه ديني علماء چې په یاده مدرسه کې استادان و له ځانه سره بيولي دي.
نوموړی وايي، ولايتي ادارې د یادو علماو د راخوشې کېدو په موخه هر اړخېزې هڅې پيل کړي.
داعش وسلهوالو تر اوسه د دې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
راسره ملګري شئ
اړيکه
زموږ سره اړیکې
معلومات
زموږ په اړه
نظرات بسته شده است.