داعش د کابل د حملې مسوولیت ومانه، په برید کې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

تاند- اسلامي دولت یا داعش په کابل کې د عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین پر مراسمو د نن /پنجشنبې/ د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

د پولیسو په وینا په دې برید کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل دي.

د عامې روغتیا وزارت هم د ۳ تنو وژل کېدا او د ۲۲ نورو ټپي کېدا تایید کړې ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، داعش ترهګرې ډلې ویلي چې دا برید دوی کړی دی.

تېر کال هم په همدې ورځ د مزاري د تلین پر مراسمو انتحاري برید وشو چې ۱۰ تنه پکې ووژل شول او ۲۲ نور ژوبل شول.

د تېر کال د حملې مسوولیت هم داعش منلی و.

نصرت رحیمي: د کابل د حملې په تړاو یو تن نیول شوی او نور محاصره دي
تاند- د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویندوی نصرت رحیمي وايي، پولیسو په دشت برچي کې د وحدت ګوند د وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین پر مراسمو د حملې په تړاو یو تن نیولی او څو تنه نور محاصره کړي دي.

رحیمي خبریالانو ته وویل چې پولیسو هغه کور پېژندلی او محاصره کړی چې د راکټ او هاوان ګولۍ ورڅخه ویشتل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویندوی وحید مجروح وايي چې په دې برید کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل دي.

تر دې مخکې یوه چارواکي د ۷ تنو د وژل کېدو خبره کړې وه.

د وروستیو معلوماتو پر اساس، د مزاري د تلین د مراسمو لور ته د هاوان لږترلږه ۱۰ ګولۍ ویشتل شوي دي.

په همدې منځ کې د اتمر ویندوی قادرشاه ویلي چې د ښاغلي اتمر ۸ تنه ساتونکي ژوبل شوي خو د ټولو وضعیت ښه دی.

ګومان کېږي چې ډېر کسان د تېښتې په مهال په ټېل ماټېل کې ژوبل شوي وي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو تروریستي برید غندلی او د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې د مرګ ژوبلو د شمېر یادونه نه ده شوې.

د مزاري د تلین پر مراسمو په حمله کې لږترلږه ۷ تنه وژل شوي
تاند- د کابل د امبولانس د خدماتو یوه مسوول محمد عاصم لوېدیځو رسنیو ته ویلي چې لږترلږه ۵ تنه ټپیان یې روغتون ته رسولي دي. ده په عین حال کې ویلي چې د پېښې ځای ته نور امبولانسونه هم استول شوي دي.

یوه بل چارواکي، چې په مراسمو کې یې ګډون کړی و او نه یې غوښتل چې نوم یې یاد شي، ویلي چې ۷ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزارت یوه سرچینه وايي چې له یوه کوره د مراسمو د ځای په لور د هاوانونو ګولۍ ویشتل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې تراوسه پورې د پېښې دقیق معلومات نشته خو داسې ښکاري چې دا چاودنې د راکټ یا هاوان د ګولیو د ویشتلو په نتیجه کې وي. ده همداراز وویل چې هغه ځای کشف شوی چې د هاوان ۴ ګولۍ ورڅخه ویشتل شوې وې. ځینې راپورونه وايي چې پولیسو یو کور محاصره کړی او ګومان کېږي چې په دغه کور کې حمله کوونکو مورچه نیولې ده.

تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفو ډلو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د اتمر ۸ ساتونکي ژوبل شوي
د حنیف اتمر انتخاباتي ټیم (سوله او العتدال) ویلي چې د مزاري د تلین پر مراسمو د نن ورځژې په حمله کې د ښاغلي اترم ۸ ساتونکي ژوبل شوي دي.

د روسي رسنیو د راپور له مخې، د دې ټیم له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، اتمر ته، چې د مزاري د ۲۴ تلین په مراسمو کې ګډون کړی و، زیان نه دی رسېدلی خو د ده ۸ ساتونکي ټپیان شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وايي چې ۱۸ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

دا مراسم د عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د ۲۴ تلین په مناسبت جوړ شوي وو.

مزاري په ۱۹۹۵ م کال وروسته له دې ووژل شو چې طالبانو ته تسلیم شو.

په کابل کې څو چاودنې وشوې، د مزاري د تلین مراسم ګډوډ شول
تاند- د کابل ښار په لوېدیځ کې نن /پنجشنبه/ د څو چاودنو ږغونه په داسې حال کې واورېدل شول چې د دې ښار په لوېدیځ کې د وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري تلین لمانځل کېدل.

لومړۍ چاودنه د غرمې په ۱۲ بجې په داسې حال کې وشوه چې اجرايي رييس عبدالله عبدالله د مزاري په اړه خبرې کولې.

د مراسمو ځای ته نژدې څو چاودنې شوي او ډزې هم اورېدل شوي دي. لږترلږه ۱۰ چاودنې اورېدل شوي دي.

عبدالله له چاودنې وروسته وویل«دا چاودنه په کوم لېرې ځای کې شوې خو یقیناً چې بیا به یې هم ملکیان په نخښه کړي وي.»

په پیل کې له حاضرو کسانو وغوښتل شول چې له ځایه ونه خوځي، چاودنه لېرې شوې خو د چاودنو او ډزو ږغونه زیات شول.

په داسې حال کې چې د غونډې په منځ کې ګډوډي او وېره خپره شوې وه، محمد محقق مایکروفون واخیست او د غونډې له برخوالو یې وغوښتل چې د غونډې له ځایه ووځي ځکه چې سختدریځي د هاوان ګولۍ پرې ولي.

راپورونه وايي چې مراسم ګډوډ شوي او د چاودنو په نتیجه کې مرګ ژوبلې هم پېښې شوي دي. امبولانسونه سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې روغتونونو ته وړل.

په دې مراسمو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، او د ولسمشرۍ کاندید حنیف اتمر هم ګډون کړی و خو چاودنو موقع ورنه کړه چې د مزاري په اړه خبرې وکړي. د غونډې ډېری برخوال له دېوالونو واوښتل.

داعش ترهګرې ډلې د ننګرهار د پرونۍ حملې مسوولیت په غاړه واخیست. ګومان کېږي چې دا برید به هم داعش کړی وي ځکه چې طالبان عموماً له شیعه ګانو سره کار نه لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.