خوګیاڼی: جلالاباد کې پر ښاري مدیريت وسلهوال برید ۱۱ تنه ووژل
دآزادی راډیو
د ننګرهار د پوهنې پر ښاري مديریت برید کې ۱۱ تنه کارکوونکي وژل شوي.
د ننګرهار ولایتي اداره وايي د پوهنې پر ښاري مديریت برید د دوه ساعته جګړې وروسته پای ته ورسېد.
د ولایت ویاند عطاءالله خوګياڼی وايي په دې پېښه کې خپله دوه تنه بریدګر لهمنځه تللي او د پوهنې ښاري مديریت ۱۱ تنه کار کوونکي هم وژل شوي دي.
خوګياڼی وايي، پېښه د داعش وسلهوالو لهخوا شوې چې له دې پېښې څخه ۲۰ تنه کارکوونکي ژوندي ژغورل شوي
دی زیاتوي:
“خوشبختانه چې د امنيتي ځواکونو په همکارۍ د پېښې ځای څخه ۲۰ تنه کارکوونکي ژوندي وژغورل شول او متأسفانه چې د ښاري مديریت د مدير په ګډون ۱۱ تنه د پوهنې کارکوونکي شهيدان شوي دي او ۱۰ تنه نور زخميان شوي چې پنځه پهکې د پوهنې ادارې کارکوونکي دي.”
نوموړی وايي، د دې پېښې په تړاو کوم مشخص راپور نهو موجود، خو د عمومي ګواښ په تړاو ټولې ادارې خبرې وې.
له دې پېښې څخه شااوخوا ۱۰ تنه زخميان هم روغتون ته انتقال شوي وو چې پنځه تنه د لومړۍ درملنې وروسته بېرته رخصت شول.
عيني شاهدان چې په دې پېښه کې ټپيان شوي ازادي راډيو ته وويل په دې مديریت کې ټول تر ۵۰ تنو پورې کسان و چې د وسلهوالو په راتګ سره ځينو کسانو ځانونه له ودانۍ وویستل او ځيني نور بند پاتې شول.
دوی وايي:
“محمد اجمل: موږ تقریباً تر ۵۰ پورې کسان وو بس اولیې ملازم وویشت بس نور ډېرو خلکو ځانونه وویستل، خو امرين پهکې بند پاتې شول نور موږ هم ونهليدل چې څوک پاتې شول هر سړی په منډه و بل موږ تهيې خبر هم راکړی و، قومانداني هم پرې خبره وه.”
“سید رسول پاچا: زه او ورور مې د پېښې په ځای کې وو او یو عسکر و عسکر خدای وساته زه هم زخمي شوم او زما ورور هم اوس ورور مې عمليات خانه کې دی.”
له دې وړاندې داعش وسلهوالو د پوهنې ریاست اړوند ټولو ادارو ته د دوی لهخوا د برید د ترسره کېدو ګواښ کړی و.
دا پېښه داسې مهال کېږي چې د پوهنې ریاست ټول ښوونځي د ګرمي موسم په کلني رخصت تړل شوي.
راپور: شاه محمود شینواری
پخواني معلومات
په جلالاباد ښار کې د پوهنې د ښاري مدیریت پر ودانۍ وسلهوال برید پای ته ورسېد.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار چارواکو تر اوسه د وژل شویو د هویت په اړه څه نهدي ویلي او دا یې هم نهدي ویلي چې برید کوونکي څو تنه وو.
دا پېښه د سیمې پر وخت سهار شااوخوا نهه نیمې بجې پیل شوه چې د ښاغلي خوګیاڼي په خبره په لومړیو شېبو کې دوه لویې چاودنې وشوې.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.
د سعودي عربستان خبري اژانسونو ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د جلالاباد دا برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سرهیې خواخوږي ښودلې ده.
دا په تېرو دوو اوونیو کې درېیمه پېښه ده چې په ننګرهار ولایت کې کېږي.
د جولای په ۱۰مه په جلالاباد کې یوې امنیتي پوستې ته څېرمه انتحاري حمله وشوه چې لږ تر لږه ۱۲ تنه پهکې ووژل شول.
داعش وسلهوالو د هغه برید مسؤلیت منلی و.
د جولای په لومړۍ نېټه بیا په همدې ښار کې د هندوانو او سکهانو پر یوې ډلې برید وشو چې ۱۹ تنه پهکې ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول چې د هغه برید مسؤلیت وسلهوالو طالبانو واخیست.
پخواني معلومات
د ننګرهار ولایت په جلالاباد ښار کې د پوهنې پر ښاري مدیريت وسلهوال برید شوی دی.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د چهارشنبې په سهار شااوخوا نهه نيمې بجې د جلالاباد ښار پنځمې ناحيې اړوند د پوهنې په ښاري مديریت وسلهوال ورننوتي او د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی پېښه تأیيدوي او وايي، سیمې ته امنيتي ځواکونه ورغلي.
خوګياڼی وايي تر اوسه د پېښې له ځایه روغتون ته څلور تنه زخميان وړل شوي دي.
د سیمې له ځایه یوه کس د نوم نهښودلو په شرط وویل چې وسلهوال د سرحدي پولیسو په لباس کې ننوتي او دننه په مدیریت کې د مرګ ژوبلې شمېر تر اوسه نهدی څرګند.
نوموړی وايي، د پېښې په ځای کې د امنيتي ځواکونو لهخوا تصفيوي عمليات روان دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دې برید پړه نهده منلې.
پخواني معلومات
د ننګرهار ولایت په جلالاباد ښار کې د پوهنې پر ښاري مدیريت وسلهوال برید شوی دی چې له املهیې نهه تنه روغتون ته وړل شوي.
د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د پوهنې پر ښاري مديریت د وسلهوال برید له امله ۹ تنه زخميان شوي چې د جلالاباد مرکزي روغتون ته انتقال کړي دي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، په زخميانو کې د یوه کس روغتيايي وضعیت نازک دی.
نوموړی وايي، د پېښې په ځای کې د امنيتي ځواکونو لهخوا تصفيوي عمليات روان دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دې برید پړه نهده منلې.
پخواني معلومات
د ننګرهار ولایت په جلالاباد ښار کې د پوهنې پر مدیريت وسلهوال برید شوی دی.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د چهارشنبې په سهار شااوخوا نهه نيمې بجې د جلالاباد ښار پنځمې ناحيې اړوند د پوهنې ښاري مديریت ته وسلهوال ورننوتي او د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی پېښه تأیيدوي او وايي چې تر اوسه روغتون ته پینځه تنه زخميان وروړل شوي دي او همدارنګه سیمې ته امنيتي ځواکونه هم رسیدلي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې برید پړه نهده منلې.
نظرات بسته شده است.