خلیلي: په ملي، سیمه ایزه او نړیواله کچه سولې ته شرایط برابر دي

 

دامریکا غږ

د افغانسستان د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي وايي، چې سوله د افغانانو ملي اړتیا ده او هم سولې ته په ملي، سیمه ایزه او نړیواله کچه شرایطبرابردي.

ښاغلي خلیلي چې نن د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله د اسلامي حزب سره سوله د خپلې شورا په لویو لاس ته راوړنو کې وشمیرله، خو ویې ویل چې دغه شورا د جوړیدو راهیسې د ستونزو، نمیګرتیاو سره مخ وه، چې د دغو ستونزو رسرهسره لاس ته راوړنې هم لرلې.

هغه په ټینګار وویل چې د سولې بهیر اوږدمهاله دی او په کار نه دي چې څوګ له دغې شورا څخه په یوې شپې کې د معجزې ترسره کولو تمه وکړي.

ښاغلي خلیلي وویل ” مونږ سوله د افغانستان یوه جدي او ملي اړتیا وینو، خوشاله یو چې نن هم په ملي، سیمه ایزه اوهم نړیواله کچه د سولې د بهیر د پرمخ وړلو لپاره شرایط برابر شوي دي، هیله ده چې د دغو شرایطو څخه د سولې د ټینګیدواو د جګړې د پای ته رسیدلو په لاره کې ټینګ ګامونه پورته کړو”.

د سولې د عالي شورا رئیس د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو څخه وغوښتل چې له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي او په دې پوه شي چې سوله تسلیمي او ذلت ته غاړه ایښودل نه دي، بلکې ښاغلي خلیلي پر وینا د هغوی ملي نظریاتو درناوی کیږي.

ښاغلي خلیلي وویل چې د تفاهم په بهیر کې باید دواړه خواوي د عزت احساس وکړي.

هغه پر وسله والو مخالفانو غږ وکړ چې د جنګ له لارې بری نه شي ترلاسه کولی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس وویل چې په تیرو څو میاشتو کې یې په کابل او ولایتونو کې د خپلې شورا د چارو د اغزمنتیا لپاره یو لړ اقدامات هم کړي دي.

د سولې د عالي شورا رئیس د خپلې شورا د موثریت په هکله دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، هغوی چې د دغې شورا په کړنو انتقاد کوي، دا ګڼي چې د سولې عالي شورا تراوسه د وسله والو طالبانو د پخلا کیدو په برخه کې څه نه دي کړي.

ښاغلي خلیلي د سولې پر شورا انتقاد کوونکو په ځواب کې وویل چې د منفي تبلیغاتو پروا نه کوي اود دغسې انتقادونو پر وړاندې به غبرګون څرګند نه کړي.

هغه یو ځل بیا د سولې د عالي شورا په بیطرفۍ باندې ټينګار وکړ او ویې ویل چې په متانت او صبر به د سولې بهیر پرمخ پوځي.

د سپټامبر یوویشتمه د ملګرو ملتونو له خوا د سولې نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي. په افغانستان کې د اوږدو جګړو له امله، هم افغان حکومت اوهم ملګري ملتونه دا ورځ د ځانګړو غونډو په جوړولو لمانځي.

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.