خلیلزاد وايي، د تاوتریخوالو پر کمولو له طالبانو سره موافقې ته رسېدلی

 

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲۴) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وايي، په وروستیو اوونیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی او دا د افغانستان د سولې پروسه ګواښي.

د طالبانو له لوري په هلمند کې له پراخو بریدونو وروسته خلیلزاد نن پر خپله ټویټرپاڼه په څو ټویټونو کې لیکلي چې وروستی تاوتریخوالی د افغانانو او د هغو د سیمه ییزو او نړیوالو ملاتړ کوونکو لپاره خبرداری ورکوونکی دی.

ده دا هم ویلي چې له طالبانو سره د ده او جنرال میلر له څو غونډو وروسته دا موافقه شوې چې د امریکا او طالبانو د موافقې د بشپړې اجرا او د هغې د ټولو عناصرو او ژمنو د عملي کېدا لپاره ګامونه واخیستل شي.

ده زیاته کړې، د دې معنا دا ده چې د عملیاتو شمېر کم کړل شي. حاضردمه خورا ډېر افغانان وژل کېږي. د موافقې د عملي کېدا په صورت کې به د مرګ ژوبلو شمېر کم شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي همداراز ویلي چې د موافقې د عملي کېدو لپاره به دوی خپل رول ولوبوي او په فعال ډول به یې وڅاري. او ټولو خواوو ته پکار ده چې خپل مسوولیتونه ادا کړي.

د ملګروملتو مرستندویې ادارې وايي، د هلمند په سختو جګړو کې، چې په لړ کې یې د امریکا هوايي ځواک پر لشکرګاه د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، برېښنا پرچا شوې، د ټېلفون مزې پرې شوي او مخابراتي سیستم ګډوډ شوی دی.

په هلمند ولایت کې د هغو زرګونو ملکي وګړو د برخلیک په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي چې د طالبانو له پراخو حملو وروسته د ښکېلو خواوو ترمنځ په جګړه کې ګیر دي.

د ملګروملتو په وینا په هلمند کې روغتیايي خدمات له خنډ سره مخامخ شوي او لارې بندې شوي دي.

له هلمند څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د وروستیو جګړو له کبله لسګونه زره ماشومان هم له زده کړو بې برخې شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انترنشنل له ښکېلو خواوو غوښتي چې اړو کسانو ته د بشري مرستو د رسېدو په خاطر لارې پرانیزي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.