خلیلزاد غني او عبدالله ته د سولې د موافقتنامې یوه کاپي وسپارله ـ وحید عمر

دامریکا غږ

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.

د ارګ پر ټوېټر پاڼه نن دوشنبه د «وږې میاشتې پر۱۱مه»لیکل شوي چې ولسمشر غني نن غرمه په ارګ کې له زلمي خلیلزاد سره کتلي، چې جزئیات به یې وروسته شریک شي.

پر همدې مهال د ولسمشر غني سلاکلار وحید عمر پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې خلیلزاد ولسمشر غني او عبدالله ته د سولې د موافقتنامې د مسودې یوه کاپي سپارلې ده.

وحید عمر ویلي:”ولسمشر غني او عبدالله نن له خليلزاد سره وکتل، هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د مسودې یوه کاپي وسپارله. موږ به سند ته کتنه وکړو او د خلیلزاد او ټیم سره به خبرې اترې دوام ومومي.”
Waheed Omer
@Waheed_Omer
President Ghani and CE Abdullah met with Amb Khalilzad today. He handed a copy of the draft framework agreement between US and Taliban. We will look into the document and discussions with Amb Khalilzad and team will continue. Sediq Sediqi will provide more details to media soon.

پر همدې مهال د افغان حکومت اجرائیه ریاست هم ویلي، چې زلمي خلیلزاد نن دوشنبه په سپېدار ماڼۍ کې له عبدالله عبدالله سره د سولې خبرو وروستي جزئیات شریک کړل او د تلپاتې سولې د ټینګښت په اړه یې معلومات ورکړل.

په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو مذاکرات وړمه شپه د «اګست پر ۳۱مه» نېټه پای ته ورسېدل.

زلمي خلیلزاد د یادو مذاکراتو تر پای ته رسېدو وروسته وویل، چې دواړې خواوې د داسې توافق په درشل کي دي، چې تاوتریخوالی به ورسره راکم شي او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره به د خبرو زمینه برابره کړي.

دواړو لورو تر دې مخکې خوشبیني ښودلې وه، چې په نهم دور مذاکراتو کې وروستۍ نتیجې ته ورسېږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي و، چې نهم دور مذاکرات په بریا سره پای ته ورسېدل.

خو دواړو لورو تر دا مهاله د وروستي توافق او یا دا چې بل دور مذاکرات به هم کوي کنه، تر دا مهاله څه نه دي ویلي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.